د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیراعظم ګیلاني خلاف د عدالتي سپکاوي نوټس چېلنج شو


د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني
د پاکستان وزیراعظم یوسف رضا ګیلاني ته د توهینې عدالت نوټس نن د سپریم کورټ په لاهور څانګه کې چېلنج کړل شو.

بېرېسټر ظفرالله پخپل کېس کې دلیل ورکړی چې د صدر په شان وزیراعظم ته هم د آیین ددفعه ۲۴۸ لاندې استثنا ترلاسه ده.نوموړي زیاته کړه چې د سویټزرلېنډ چارواکو ته خط لیکل د وزیراعظم کار نه دی.

د پاکستان سپریم کورټ د ګل په ورځ د قومي مصالحتی قانوني شق لاندې سویز چارواکو ته د وزیراعظم لخوا د لیک نه استولو پر سره هغه ته د توهینې عدالت نوټیس ورکړی دی.

بلخوا د وزیراعظم د دفتر یوه ویاند له مشال راډیو سره په خبرو کې ویلي چې د توهین عدالت په کېس به د وزیراعظم لخوا اعتزاحسن د هغه وکیل وي.د یادولو ده کله چې جنرال پروېزمشرف د سپریم کورټ مشر قاضي افتخار جودري له خپلې دندې ګوښه کړ نو هغه مهال اعتزاز حسین دد وکیل وو.

تردې وړاندې پرون پرون د پاکستان قامي اسمبلۍ د یوه قرارداد منظوري ورکړې چې وايي د هیواد ټولې ادارې دې د آیین په حدودو کې کار وکړي.

د قرارداد منظورېدو وروسته وزیراعظم وویل چې د روانې میاشتې په ۱۹مه نېټه به په سبریم کورټ کې حاضرېږي.

نوموړي زیاته کړه، نه موږ د اعتماد ووټ اخیستو لپاره راغلي و،نه یوې ادارې خلاف راغلي وو،موږ تل د عدالتونو درناوی کړی دی.زه عدالت وربللی یم او په ۱۹ جنوري به ورته وړاندې کېږم.٬٬

دا قرارداد د عوامي نېشنل پارټۍ مشراسفندیارولي خان وړاندې کړی وو.
XS
SM
MD
LG