د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سیاسي وضع


د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني روغبړ کوي
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري او لومړی وزیر سید یوسف رضا ګیلاني روغبړ کوي
پامیر ساحل - پراګ

له میاشتو راهیسې په پاکستان کې سیاسي بحران اوس نوي پړاو ته داخل شوی دی. سپریم کورټ د دې هیواد وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني ته د عدالت د سپکاوي نوټس ورکړی دی او د جنورۍ به نولسمه یې عدالت ته ور غوښتی دی. هلته په هیواد کې حکومت مخالفه سیاسي ډلې وايي، د غیر اییني ګامونو ملګرتوب به نه کوي، خو باید چې انتخابات له وخته مخکې وشي.

سپریم کورټ ویلي، د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني د ولسمشر اصف علي زرداري پر ضد د درغلۍ د معاملو په اړه د سوېټزرلینډ ادارو ته لیک نه دی استولی او په دې ډول یې د عدالت حکم نه دی منلی چې د سپکاوي مانا لري.

تر دې ورځې مخکې د پاکستان پیپلز ګوند پر زرداري د درغلۍ د تورونو د معاملې په اړه سوېس حکومت ته د لیک له استولو انکار کړی وو او ویلي ول چې اصف علي زرداري د ولسمشر په توګه استثنا لري.

د عدالت لخوا دا نوټس څه مانا لري او د ډیموکراسۍ له پلوه د سپریم کورټ دا ګام څنګه دی؟ په لاهور کې د سیاسي چارو کار پوه پوهاند حسن عسکري وايي، د سپریم کورټ کردار مشکوک دی.

((تر کومې چې د جمهوریت خبره ده نو د عدلیې کردار موږ ته ډېر مشکوک ښکاري ځکه چې دا دویم ځل دی چې منتخب وزیر اعظم ته یې د عدالت د سپکاوي په اړه نوټس ورکړی دی. په لومړي ځل یې په ۱۹۹۷ کې نواز شریف ته داسې نوټس ورکړی وو اوس یې بیا ټاکل شوي وزیر اعظم ته ورکړی دی، نو په دې ډول موږ ته همدا ښکاري چې سپریم کورټ د یوه منتخب حکومت خلاف له فشاره کار اخلي. او د دې له کبله به په پاکستان کې مسلې پیلې شي.))

له حسن عسکري مې وپوښتل چې څنګه مسلې به پیدا شي؟ دی وايي، ډیموکراسۍ ته به تاوان ورسېږي او د هیواد واک به بیا د پوځ په لاس کې وي:

((ګوره مسلې خو همدا دي چې د ادارو تر منځ ټکر پیدا کېدای شي چې د جمهوریت راتلونکې ته ښايي تاوان ورسېږي. په دې کې به د ګام اخیستو لومړیتوب پوځ ته بیا په لاس ورشي. زموږ سیاسي ګوندونه وايي چې د پوځ هرکلی به نه کوي. خو د ادارو د ټکر پر وخت چې سیاسي مشران هر څه کوي، خو واګي د پوځ لاس ته پخپله ورځي.))

د برتانیې انډیپېنډنټ ورځپاڼه لیکي، د سپریم کورټ د دې خبرې مانا دا کېدای شي چې وزیر اعظم به تر مقدمې لاندې راوستل شي او کېدای شي له دندې هم ګوښه کړل شي.

هلته د پاکستان د حکومت مخالفه سیاسي ګوندونه، که د نواز شریف مسلم لیګ وي، که د عمران خان تحریک انصاف او که د افتاب احمد خان شېر پاو پیپلز ګوند، دا ټول وايي، د غیر اییني ګامونو ملاتړ به نه کوي، خو باید انتخابات له وخته مخکې وشي.

د یکشنبې په ورځ له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال د پیپلز ګوند شېر پاو ډلې مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېر پاو وويل، انتخابات باید له وخته مخکې وشي.

ده وویل، په هر صورت به د جمهوریت ملاتړ کوي.

د شېر پاو او نورو سیاسي مشرانو دا خبره چې انتخابات دې له وخته مخکې وشي، او پوځ دې نه راځي، ایا دا جمهوریت ته د تاوان په مانا نه دی؟

پوهاند حسن عسکري رضوي یې په ځواب کې وايي:

((د سیاسي ګوندونو مسله دا ده چې له خپلو سیاسي ګټو پرته نور فکر نشي کولای. د همدې له کبله، د دوی اصولي عکس العمل خو همدا دی چې پوځ باید رانشي، خو د دې تر څنګ د دوی غوښتنه دا هم ده چې په یوه نه یوه لار اوسنی حکومت له واکمنۍ لرې کړي. نو که سپریم کورټ یا پوځ دا حکومت لرې کوي، نو زما دا خیال دی چې زیاتره سیاسي ګوندونه به یې هر کلی وکړي.))

په پاکستان کې د ولسمشر زرداري د درغلۍ معاملې، د لانجمن لیک کیسې او پر حکومت د درغلۍ د لویو تورونو او د ولس د مسلو د نه هواري له کبله لوی سیاسي بحران روان دی چې له کبله یې په دې وروستیو کې د پوځي کودتا اندېښنې هم پیدا شوې وې.
XS
SM
MD
LG