د لاسرسي ځای

تازه خبر

له تېر یوه کال راهیسې روزګان پرمختګونه کړي


د روزګان والي محمد عمر شېرزاد
د روزګان والي محمد عمر شېرزاد
سید شاه سقیم - کندهار

د افغان د روزګان ولايت والي محمد عمر شېرزاد وايي چې په دغه ولايت کې له تېر کال را په دې خوا د سولې او امنيت په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لرې خو لا هم د ژوند په نورو برخو کې ګڼې ستونزې لري. نوموړي زیاته کړه که دولت غواړي چې په روزګان کې تل پاته سوله راشي نو بايد جدي مرستې وکړي.

دى وايي دولت بايد په دغه ولايت کې د پرمختيايي کارونو په برخه کې ډېره مرسته وکړي.

شېرزاد وايي په تېر يو کال کې د روزګان ولايت ډېرى هغه سيمې چې د دولت له واکه وتلې وې بېرته نيولې شوې دي او ګڼ شمېر ځوانانو چې مخکې به يې جګړې کولې اوس يې وسلې پر ځمکه ايښې دي.

(( له يوه کال راهیسې په روزګان ګې امنيت ډېر ښه شوى دى . هغه سيمې چې له کلونو راهيسې د دولت د مخالفينو په لاس کې وې بېرته نيول شوې دي او هغه لارې هم بېرته خلاصې شوې دي. چې له کلونو راهيسې د ناامنيو له امله بندې وې ))

دى وايي په تېر يو کال کې د اوياوو تنو په شا و خوا کې وسله وال هم له دولت سره يو ځاى شوي دي .

د شېرزاد په خبره روزګان يوازينى ولايت دى چې تر ټولو لومړى پکې ځوانان په سيمه ييزو پوليسو کې شامل شوي دي. چې دا مهال يې شمېر څوارلس سوه تنو ته رسېږي.

دى زياتوي چې په دې هرڅه سربېره لا ډيرې ستونزې چې تر ټولو غټې يې د برېښنا، مجهز روغتون او مسلکي ښوونکيو نه شتون دى.

(( تر نن ورځې پورې په روزګان کې يوازې پېنځه په سلو کې سړکونه پاخه دي او پېنځه نوي فيصده پاتې نور ټول خام دي. يوازې د روزګان په مرکز او دهراود ولسوالۍ کې مخابرات شته په پاتې روزګان کې چيرې هم نشته. موږ تر اوسه پورې په ډېرو ولسواليو کې ښځينه ډاکټرانې هم نه لرو ))

روزګان د افغانستان له جنوبي ولايتونو څخه دى چې وخت نا وخته يې چارواکي لوړ پوړي دولتي چارواکي دوى ته په نه پاملرنه تورنوي.
XS
SM
MD
LG