د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چیندرو لوبه


چیندرو یا سټاپو د هندي نیمې وچې یو له مشهورو لوبو څخه ده
چیندرو یا سټاپو د هندي نیمې وچې یو له مشهورو لوبو څخه ده

بازمحمد عابد مشال ريډيو

په ساعت کې مې ژړلى
په ساعت کې مې خندلى
چې په ځان نه پوهيدلى
زه همغسې وړه واى

سندرغاړې نغمې په دې سندره کې د وړوکوالې دا ارمان پر ځاى کړى دى. اوس هم په کليو او بانډو کې ماشومانې نجونې چيندرو ګانې کوي، د ګوډيانو لوبې کوي، په بامونو خيژي او په ديوالونو د کرښو لوبه کوي. خو ډيرې داسې لوبې چې پخوا به ماشومانو نجونو کولې، اوس په ډيرو سيمو کې د هيريدو په حال کې دي، خو د چیندرو لوبه د افغانستان په ډيرو کليو او باڼدو کې اوس هم ماشومانې نجونې په ډيره علاقمندۍ سره کوي.

دا چې د چیندرو لوبه څنګه تر سره کيږي، د نبيلې په نوم يوه ماشومه نجلۍ چې په دريم ټولګي زده کړې کوي راته وايي:
(( آول موږ د چندرو لپاره ځمکه جارو کوو، بيا د څلورو خطونو منځ کې پنځه خانې جوړو چې يکه، دوکه، درې که څلورکه او پنځه ورته وايي. په دوه او يا څلور جينکو دا لوبه کيږي. ګالى په نمبر سره اول په اوله خانه کې، بيا په دوه او همداسې تر پنځمې پورې په يوه پښه ورځو. په منځنۍ خانه کې دمه کوو او کالۍ بيا په مزه مزه له يوې خانې بلې ته بيايو، کله چې ګالى په د کومې خانې له کرښه راشي. نو بيا هغه تن وسوزوي( اوټ) شي.

د زکيه په نوم يوه بله انجلې وايي چې د ښوونځې او کور له کاره چې اوزګاره شي، نو په چندرو خپل ساعت تيروي.

خو د ناديه په نوم يوه بله نجلۍ وايي چې دومره يې د چیندرو لوبه خوښـه ده چې که خپله يې کوي او که نورې نجونې يې کوي دى ترې خوند اخلي.

خو يوه بله جينۍ وايي چې کله يې د چیندرو لوبه لګولې وي او مور ورته غږ وکړي، غوصه ورځي.

ياده دۍ وي چې د چیندرو لوبه د افغانستان په ټولو سيمو کې په يوه بڼه ترسره کيږي او د هر کلي او بانډې ماشومانې نجونې يې په ډيرشوق سره د چیندرو لوبه کوي.
XS
SM
MD
LG