د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې حالات په خرابېدو دي


د شام له حوله سره نژدې په حمص ښار کې مظاهره چیان د حکومت ضد لاریون کوي.
د شام له حوله سره نژدې په حمص ښار کې مظاهره چیان د حکومت ضد لاریون کوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د شام د نا آرامه حالاتو په حواله یوه مقاله خپره کړې لیکي د عرب لیګ ناکامي، د نړیوالې ټولنې دغه هېواد کې کم اثر رسوخ او د صدر بشارال اسد نه علاوه د حکومت مخالفه ډلو بې پروايي شام د یو نه هواریدونکې شخړې په لور بیايي. او حکومت مخالفه ډلې د بشارلاسد د واکمنۍ ختمولو نه زیات دې هېواد کې د خانه جنګۍ د اندیښنو په اړه خبرې کوي.

ورځپاڼه لیکي چې د هېواد د بیلا بیلو ښارونو ترڅنګ دا مهال ولسي خلک په مرکز دمشق کې هم ویریږي او زیاتره په لویو سړکونو د شپې د سفر نه ډډه کوي. سفارتکار وايي د دمشق سره نزدې سیمو ته هم نا امني رسیدلېده. د قطر امیر سي بي ایس ټيلیوژن سره د خبرو پرمهال ویلي د شام حالات داسې ځای ته رسیدلي چې دغلته د عام ولس وژنې د بندولو لپاره پکار دي چې عرب ځواکونه مداخلت وکړي.

ورځپاڼه لیکي د نهې په ورځ صدر بشارال اسد د خطاب پرمهال ویلي د خپل حکومت خلاف روان ټول سازشونه به ناکامه کوي. د ورځپاڼې په وېنا نوموړی د روس او چین په ملاتړ ډېره تکیه کوي، او داسې ښکاري چې دغه وېنا یې هم حکومت مخالفه خلکو ته نه بلکه خپلو ملاتړو ته کړې.

ورځپاڼه د حکومت مخالفه یو مظاهره کونکي ۳۰ کلن عبدالرحمان له خولې وايي بشارال اسد هېواد په دوه برخو کې وویشلو چې پکې یو خوا د هغه ملګري او بل خوا مخالفین دي، او دا خبره به خونړی حالات رامنځ ته کړي.

بلخوا ورځپاڼه شام ته ورغلي د عرب لیګ د څارونکو په باب لیکي چې په دوی کې د الجیریا عبدالمالک د خپلې دندې نه استعفي ورکړې او ویلي یې دي چې بشارال اسد د خپلې واکمنۍ لپاره یو ډال لټولو چې ددې څارونکو په ذریعه یې ترلاسه کړې. نوموړی زیاتوي چې د عرب لیګ د څارونکو مشن ناکامه دی. هلته د عرب ټولنې مشر نبیل العربي هم وايي شام کې د خانه جنګۍ د شورو کیدو ویره ده.

ورځپاڼه د شام دچارو د کارپوه پیټر هارلنګ له خولې لیکي په دې هېواد کې یې په تېر پنځلس کاله کې دومره ناآرامی نه وه لیدلې څومره چې دا وخت په نظر را ځي.

بلخوا د لیبیا د حالاتو برعکس د بشارال اسد د حکومت نه ډیر کم او د کمې درجې خلک بیل شوي دي چې پکې ځینې سفارتي چارواکي شامل دي خو د پوځ ترڅنګه نور حکومت یې په قابو کې دې.

ورځپاڼه په شام کې د انسانی حقونو د کارکونکي سام ظریفي له خولې لیکي په داسې حال کې چې په هېواد کې ډیره ناآرامي خوره ده که یو خوا بیلا بیلو سیمو کې دحکومت واکمني کمزوري کیږي نو بلخوا حکومت مخالفه ډلې هم یو متفقه مشر نه لري.

او دا ډیره خطرناکه خبره ده چې په دې حالاتو کې به څوک را وړاندې کیږي او هېواد به په کوم لور بیايي.
XS
SM
MD
LG