د لاسرسي ځای

پنجاب: په خانپور کې چاودنې شییعه ماتمیان مړه او ژوبل کړل


په اسلام آباد کې شییعه مسلمانان د عاشورې مراسم لمانځي.

په اسلام آباد کې شییعه مسلمانان د عاشورې مراسم لمانځي.


امنيتي چارواکي وايي، شعیه ګان د عاشورا ورځې د څلويښتۍ د مرسمو په لړ کې په ډله ييزه توګه یوې مذهبي غونډې ته روان وو، چې د لارې په اوږدو کې پرې درنه چاودنه وشوه.

ځايي دولتي چارواکي وايي په دې پيښه کې د ۱۵ تنو د مړينې او ۳۰ نورو د ټپي کیدو یا سوځيدو خبر ورکړی.

په سیمه کې امنيتي چارواکو رسنیو ته ویلي، د ماتمیانو یوه ډله د امام بارګاه پر لور روانه وه، چې د بجلۍ پر یوې تمبې لګول شوی بم پر جلوس ورچاودېدی .


یوه ځايي امنيتي چارواکي رسنیو ته وویل، چې ماتمیانو د خپلو مذهبي روایاتو له مخې یو ستره جنډۍ په خپلو اوږو اخیستی وو ، چې ناڅاپه چاودنه ورباندې وشوه.

د ځايي روغتون سرچینو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې په ټپيانو کې د یوشمیر روغتیايي وضعیت د انديښنې وړ دی او ښايي د مړو اصلي شمیره تر دې هم لوړه شي.

خانپور د پنجاب صوبې د رحیم یار خان اړوند يو ښارګوټی دی، چې د نورو سیمو په شان شعیه ګان هم پکې میشت دي.

د یوشمیر نورو اسلامي هیوادونو برعکس په پاکستان کې شعیه ګان د محرم میاشتې په لومړۍ لسیزه او بیا ددې ورځې د څلويښتۍ لمانځلو په مراسمو کې لارو و کوڅو ته راوځي او په ډله ييزه توګه له یوې څخه بلې امابارګاه ته ځي.
XS
SM
MD
LG