د لاسرسي ځای

تازه خبر

آیا طالبان په ریښتیا هم خبرې اترې کول غواړي؟


د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ۲۰۰۸م کال کې په هلمند کې
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ۲۰۰۸م کال کې په هلمند کې
سرچینه : نیویارک تایمز
ژباړه: ملیحه امیرزاده ، مشال ریډیو

د امریکايي ورځپاڼې نیو یارک ټایمز په یوه مقاله کې د امریکا او طالبانو تر مینځ د سولې خبرو اترو ته کتنه شوې ده . ورځپاڼه لیکي چې تر ۲۰۱۴م کال پورې له افغانستان څخه د وتلو د پرېکړې په ډاګه کولو سره امریکا غواړي چې د پخلاینې پر خبره زور راوړي چی اوس طالبانو په قطر کې د خپل سیاسي دفتر پر پرانیستلو رضا مندي ښودلې ده . خو د ورځپاڼې په لیکنه اوس لا نه ده معلومه چی د دې خبرو اترو به څه نتیجې راوځي.

نیو یارک ټایمز لیکي په تېر یوه کال کې د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي مارک ګروسمین چې د امریکایي چارواکو د یو ډلې مشري یی کوله ، د طالبانو د مشر ملا عمر له یوه استازي سره یی په قطر او د جرمني په ښار میونخ کی په پټه ملاقات وکړ.

ورځپاڼه د افغانستان او د لویدیځو هیوادونو د چارواکو له خولې لیکي چې د اوباما د انتظامیې لخوا د جګړې ختمولو په مخه خبرو اترو د پیلولو هڅي چې خوش آینده ښکاریدې ، د ګنګوسو ، په کابل، اسلام آباد او واشنګټن کې معلومات قصداً په ډاګه کولو له کبله او د تېر کال په ستمبر کې د سولې د عالي شورا د مشر برهان الدین رباني تر وژنه وروسته اغېزمنې شوي دي.

ورځپاڼه ليکي په تېره اونۍ کې بیا ښاغلي مارک ګروسمین او د انتظامیې چارواکي حیران شول کله چی طالبانو په قطر کی د سیاسي دفتر پر پرانیستلو باندې رضا مندي و ښودله. د ورځپاڼې په خبره په را روانه اونۍ کې مارک ګروسمین او د هغه ډله سیمې ته بیرته ورځي چې له ملګرو هیوادونو لکه سعودي عربستان او ترکیې سره سلا مشوره وکړي او که چیري افغان ولسمشر حامد کرزی هم پکې شامل شي نو تر دې وړاندې چې یو بل نوبت له لاسه ووځي ، د طالبانو له استازي سره به لومړنۍ خبرې اترې پیل شي .

ورځپاڼه لیکي ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې مېرمن هیلري کلنټن دا ویلي دي چې آیا په دې کې به ورته کامیابي تر لاسه کیږي او که څنګه؟ دا لا په لومړني پړاؤ کی ده ، خو په اول ځل یی دا اوویل چی داسې ښکاري چې په سیاسي قرارداد کې د هاغه اسلامي سخت دریځو لپاره ملاتړ ښکاري چې له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱لومړي کال پورې په واک کې وو.


نیو یارک ټایمر لیکي دا خبری اتری په افغانستان کی د جګړی یوه لسیزه پوره کېدلو وروسته مخی ته راځي چی د امریکایی صدر بارک اوباما د اتنخاباتو د کیمپین په مینځ کی نتیجی په ډاګه کولی شي

ورځپاڼه لیکي په جرمني کی چی کله د بون کانفرنس لپاره د بېلا بېلو هیوادونو استازي راغونډ شوي وو نو په افغانستان کې د سیاسي پخلاینې لپاره ترې ښه امید کېدی خو بیا داسې ښکاریده چې دغه هڅې اغیزمنې شوې . د یو لوړپوړي انتظامي چارواکي په خبره په دې کې تر ټولو زیات مخالفت د افغان ولسمشر حامد کرزي له خوا مخې ته راغی چې بیا د انتظامیې لخوا تر فشار وروسته هغه له خپلو نیوکو څخه پر شا شو. خو بیا یې هم د طالبانو د دفتر په اړه خپلې غوښتنې تر هغه جاري و ساتلې تر څو د هغوی د ځای اعلان شوی و.

ورځپاڼه لیکي په داسې حال کی چې امریکا او نیټو له افغانستان څخه تر ۲۰۱۴م کال پورې د وتلو اعلان کړی ، د انتظامیې لخوا په سیمه کې د سیاسي پخلاینې د موندلو لپاره هلي ځلي مهمي وګرځیدلې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په وار وار ویلي چی د پخلاینې د دې هڅو مشري به خپله افغان وګړي کوي او د چارواکو په خبره په دې لړ کې یې پر افغان وګړو زور هم راوستی دی.

ورځپاڼه په کابل کی د یو ډپلومیټ له خولې ليکي چې دا یوه پټه خبره نه ده چې د سولي په خبرو کې د افغان خلکو ضرورت دی. په دې کې د ولسمشر حامد کرزي مرسته هم پکار ده . خو آیا چې هغه به ورسره په دې کې شاملیږي دا به معلومه شي.

د ورځپاڼې په خبره چارواکي وایي که څه هم حامد کرزي په قطر کې د طالبانو د دفتر پر پرانیستلو رضامندي و ښودله خو بیا هم باوري نه دی چې آیا طالبان په ریښتیا هم دا خبرې اترې کول غواړي

هم دغه تاثر بیا په واشنګټن کې هم د ډېرو خلکو لخوا لیدل کیږي. د دې ترڅنګ د چارواکو په خبره په دې لړ کې د پاکستان پر کردار هم بې باوري موجوده ده . په کابل کی د طالبانو پخوانی کومندان سید محمد اکبر آغا په یوه مرکه کې ویلي چې طالبان هم د نورو ورڼو او خویندو په شان سوله او امن غواړي. د هغه په خبره دوي افغانستان کی اسلامي ریاست غواړي. خو بیا طالبان دا هم فکر کوي چې داسې په زور نه شي کیدای، بلکه داسې په نورو طریقو لکه په خبرو اترو کیدای شي.
XS
SM
MD
LG