د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار : ښوونکيو ته ځمکې وېشل کېږي


په کندهار کې ښوونکي آزموینه ورکوي
په کندهار کې ښوونکي آزموینه ورکوي
سید شاه سقیم - کندهار

چارواکي وايي چې د کندهار په ارغنداب او دامان ولسواليو کې يې د کندهار د ښوونکيو لپاره څلوره زره او پېنځه سوه نومرې ځمکه د وېشلو لپاره ټاکلې ده چې اوس يې هم ښوونکيو ته وېش روان دى.

دولتي چارواکي وايي چې په کندهار کې ښوونکي په نورو ستونزو سربېره کورونه هم نه لري نو ځکه يې په يادو دوو ولسواليو کې چې کندهار ښآر ته تر ټولو نږدې دي ورته ځمکې ټاکلې دي..

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا مشال راډيو ته وويل چې دا مهال په کندهار کې ټول درې زره او اته سوه تنو ښوونکي شته خو دوى ورته د څلور زره او پېنځه سوه نومرو ځمکو تابيا نيولې ده چې په سمه توګه هر ښوونکي ته خپل حق ورسېږي.

دى وايي ښوونکي ټولنه اصلاح کوي او را تلونکى نسل روزي ځکه خو بايد زيات ونازول شي

(( يو نيم زر جريبه ځمکه اوس په ارغنداب کې تر توضيع لاندې ده. چې يو زر نهه سوه او پېنځه اويا نومرې کېږي . هره ورځ چې ځمکه اماده کېږي هماغه وخت ښوونکي ته ورکول کيږي او ملکي سند يې هم ورته امضا کېږي. موږ درې زره او اته سوه ښوونکي لرو خو او ځمکه څلور زره پېنځه سوه نومرې ده چې په دې توګه هر ښوونکي ته خپل حق سم رسېدلاى شي. ))
.
دى وايي که د ښوونکيو ستونزې کمې شي نو د هېواد بچيان به په سمه توګه وروزي. چې دا کار هم د هېواد او هم د ښوونکيو په ګټه دى.

دا مهال په ټول کندهار کې درې زره او اته سوه تنه ښوونکي يو سل او دو شپېته زره تنه نجونو او هلکانو ته درس ورکوي چې زيات ښوونکي يې د کورونو د نه شتون په ګډون له ډېرى امنيتي او نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.
XS
SM
MD
LG