د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: بې اسنادو ګاډي بند ،خلکو ته ستونزې


نقيب الله متونوال - خوست

افغانستان په خوست ولايت کې د هغو ګاډو په تګ راتګ بنديز لګول شوى، چې قانوني اسناد نلري په دې سره خلکو ته د ټرا نسپورټې وسايلو د کمي ستونزه جوړه شوي.

چارواکي وايي، چې دوى د نا قانونه ګاډو لپاره شپږ مياشتې وخت ورکړى وو، چې اسناد ورته جوړ کړي خو ډيرو يې دا کار ونکړ او د خلکو د ستونزو د حل لپاره به هرو مرو يوه لاره پيدا کړي.

د افغانستان په خوست ولایت کې په زرګونه ګاډي تګ راتګ کوي خو څلور میاشتې وړاندې، چې د حکومت له خوا د هغوموټرونوخاوندانوته چې کاغذونه یا اسناد یې نه لرل د ثبت یا راجسترډ کولو وویل شول.

د خوست ترافیکو د مسؤلینو په خبره، چې په ياده موده کې يې څه د پاسه پنځه زره ثبت او له شلوزرو زیات یې د وخت د پای ته رسیدو له امله همداسې پاتې شول. اوس دوی نشي کولای ښارته داخل شي.

په دې سره د لیرې پرتو سیموخلکو ته اوس ښار ته د ګاډو د نه پیدا کیدو ستونزه پیدا شوي؛ له یوې خوا ګاډي نه پیدا کیږي اوله بلې پخوانیو جوازلرونکو موټرونو خپلې کرایې لوړې کړې.

د خوست ځینې اوسیدونکي که څه هم په دې خوشاله دي، چې د غیر قانوني ګاډو د تګ راتګ مخه ونیول شوه خوله بلې خوا د خپلوستونزو یادونه هم کوي. دوى وايي، چې په ساعتونو ساعتونو انتظار پاتې کيږي.

د موټرونو ترڅنګ په خوست ښار کې په سلګونو بارړونکي رېکشاوې هم چلیدې، چې د هغوی په چلیدو هم اوس د قانوني اسنادو نه لرلو له امله بندیزلګیدلی او په دې سره هم خلک د خپلو ستونزو یادونه کوي او وايې، چې دبار وړونکو ګاډو کرايې هم يو په دوه شوي.

خوځینې ډریوران وایې، چې ښایې ځینو هغو یې خپلې کرایې لوړې کړي وي خوځینې یې اوس هم پخوانی ريټ يا نرخ چلوي.

خو ځینې خلک بیا په ښار کې د لویو ملي بسونو غوښتنه کوي، چې له یوې خوا به د موټرونو د ډېرې ګڼې ګوڼې مخه نیول شوي وي اوله بلې خوا به خلکو ته هم اسانتیاوي برابرې شوي وي.

خو د خوست والي مطبوعاتي مشاور بریالی روان وایې، چې دوی په پلان کې لري چې د ملي بسونه اداره فعاله او د خلکو ستونزو ته ځواب ووایې.

نوموړى زياتوي(( موټرونو ته د قانوني اسنادو جوړول يوه اړينه مسله وه او دا به د امنيت په ټينګښت کې هم ښه رول ولري. خو د خلکو ستونزو ته په هم لازم اقدامات وکړو.))

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په پلازمینه کابل کې خلک له ورته ستونزو شکایت کوي خو تر اوسه ورته د حل سمه لاره نه ده موندل شوي.
XS
SM
MD
LG