د لاسرسي ځای

پاکستان ته مې ډېرې تمغې وګټلې,بیا مې هم قدر نسته


محمد وسیم د نړیوالې کچې سوکوهونکی

محمد وسیم د نړیوالې کچې سوکوهونکی

نیازموساخېل،کوټه

محمد وسیم د بلوچستان له سرښار کوټې سره تعلق لرونکی ځوان سوک وهونکیدی .نوموړی د پاکستان د سوک وهونکې لوبډلې مشر هم دی.د تېر۲۰۱۱م کال د ډسمبر په میاشت کې،په اسلام آباد کې په نړیواله کچه تر سره شوې ٫٫بېنظیر بوټو د سوک وهنې اتلولیو٬٬ کې نوموړی د ۵۲ کیلو ګرامه سیالي کې د سرو زرو تمغه ګټلې .نوموړي په پای لوبه کې د کینیا ٫٫بینسن ګیچارو٬٬ ته ماته ورکړه.له دې سره سره،نوموړي ته د یاد شویو اتلولیو ترټولو غوره سوک وهونکي جایزه هم اعلان شوه.

محمد وسیم تر دې مخکې هم په قامي او نړیواله کچه یو شمېر جایزې ګټلې دي.په ۲۰۱۰م کال په هیند کې د همګټو هیوادونو لوبو کې تر نیمه پایلوبو ورسېدی.هم په دغه کال په چین کې د آسیایي لوبو په اتلولیو کې تر ۱۶م پړاو ورسېدی او هم بیا په دغه ۲۰۱۰م کال،په چین کي په نړیوالو کمبیټ لوبو کې نوموړې اتلولۍ پر خپل نامه کړې او په پایې لوبه کې یې د جمهوریه ډومینیکن ٫٫آکویرو ډګابرتو٬٬ ته په ماته ورکولو د سرو زرو تمغه وګټله .نوموړي د دې بریالیتوبو سره سره په بنګله دېش،اټالیا،نیپال،کوریا،تایي لېنډ او نورو هیوادو کې د پاکستان د سوک وهونکې په توګه برخه اخیستې او بېلابېلې تمغې یې ګټلي.

دا چې د بېنظیر سوک وهني نړیوالې اتلولیو وروسته مو څه احساسات وو؟محمد وسیم له مشال سره د خبرو پر مهال د پوښتنې په ځواب کې ووېل٫٫بېخي زیات خوشحاله شوم.چې کله ما په نیمه پایلوبه کې د هیند لوبغاړي ته ماته ورکړه،نو زما یقین وشو،چې اوس پای لوبه هم ګټلای شم.بس،د مور او پلار دعاګانې او د پروردګار مرسته راسره وه،بریالۍ شوم.٬٬

محمد وسیم وایي،عمر یې ۲۳ کاله دی او تعلیم یې تر دوولسم جماعت پوري کړې.وروسته د زدکړو لپاره یې وخت نه دی موندلی،خو د ده په خبره،خپلې کورنۍ،لوبو او زدکړو ته یې برابر وخت ورکړی .

محمد وسیم د سوکوهنې پر مهال

محمد وسیم د سوکوهنې پر مهال

دا چې د سوک وهنې خوا ته څله رالاست؟بله لوبه یا د ژوند بل ډګر ته مو څله مخه نه وکړه؟محمد وسیم د پوښتنو په ځواب کې ووېل ٫٫سوک وهنه د بې وزلو او غریبانو لوبه ده.ځکه دې ډګر ته راغلم.رښتیا دا ده چې زموږ تعلق له داسي کورنیو سره وي،چې موږ د نورو لوبو یا د ژوند نورو ډګرونو ته ورتلو خرڅونه نه شو پوره کولای ،ځکه خو نو دغه خوا ته راشو.بله مهمه خبره به دا درته ووایم چې په کریکټ کې د پاکستان په تاریخ کې ته یو لوبغاړۍ راپه ګوته که چې تعلق یې له بلوچستانه وي او دی دې تر قامې لوبډلې رسېدلی وي؟په فوټبال او نورو لوبو کې هم وضع نږدې دغه شان ده.ځکه زما په فکرد بلوچستان په حواله ما ته د کریکټ او نورو لوبو په مقابله کې سوک وهنه زیاته مناسبه او د پرمختګ لپاره غوره لاره وه.تاسو وینی چې زه د دغه لوبې له وجې د نړۍ یو شمېر هیوادو ته تللی یم .ګمان نه کوم،چې په نورو لوبو کې دې زما په شان د بلوچستان یو لوبغاړی دومره مخته تللی وای او نه به چا پرېښودلی وای .٬٬

محمد وسیم وایي،پاکستان ته یې یو شمېر تمغې راوړې،خو بیا یې هم چا قدر ونه کړ٫٫تاسو به باور نه وکړی،کله چې ما بېنظیر نړیوالې اتلولۍ وګټلې،نو د کوټې پر هوایي اډې یوازې یو زما ورور ،یو زما استاد عطا محمد کاکړ او یو د سوک وهنې اتحادییې مشر فقیر حسین ولاړ وو.بل یو چارواکي هم زما هرکلی نه وکړ او زما د شاباشي لپاره یو څوک نه راغلی .په نورو هیوادو کې چې کله به ما بریالیتوب تر لاسه کوو،نو که څه هم زما بریا به د پاکستان لپاره وه، خو بیا به هم هغو خلکو زه پر اوږو پورته کولم.هلته د لوبو او لوبغاړو سره دومره ښه چلند کېږي او دومره عزت او احترام ورکول کېږي.زړه مې پر بې قدرۍ کله کله ډېر خپه شي.٬٬

محمد وسیم د راتلونکې لپاره هیله من دی او وایي چې روان د ۲۰۱۲م کال په دوران کې په لندن کې ترسره کېدونکې ٫٫اولمپک لوبو٬٬کې به دی برخه اخلې او هڅه به کوي چې بیا ښه لوبه وکړي او د قام او وطن لپاره غوره نوم وګټي.
XS
SM
MD
LG