د لاسرسي ځای


سید شاه سقیم - کندهار

چارواکي وايي بريد د يوې نيمې بجې په شا و خوا کې د کندهار د امنيه قومندانۍ په انتظارځي کې شوى دى .

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي مشال راډيو ته وويل چې :

ځانمرګى بريد کوونکي چې د نورو خلکو په څېر عريضه هم ورسره وه ځان يې د په انتظار ګاه کې الوزلى دى او خپله ځانمرګى پکې وژل شوی دی نور چا ته پکې ځاني زيان نه دى اوښتى.

خو د کندهار د ميرويس روغتون يو ته ډاکټر چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي مشال راډيو ته وويل چې :

د پېښې له ځاى څخه دوى ته يو تن سرحدي پوليس په ټپي حالت کې راوړل شوى دى.

ده د ټپي شوي پوليسو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله .

په کندهار کې څو ورځې وړاندې هم دوو ځانمرګيو بريد کوونکيو د څلوېښتو په شا و خوا کې عام وګړي مړه او ټپيان کړي وو . ددغه ډول بریدونو پړه تل وسله وال طالبان پر غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG