د لاسرسي ځای

شمالي وزیرستان: ډرون برید درې اورپکي ووژل


ډرون الوتکې د اورپکو پر وړاندې یوه اغېزمنه وسله بلل کېږي

ډرون الوتکې د اورپکو پر وړاندې یوه اغېزمنه وسله بلل کېږي

په پاکستان کی امنیتي چارواکي وایي په شمالي وزیرستان کې د یو مشکوک ډرون الوتکې په یو برید کې لږ تر لږه درې اورپکي وژل شوي دي.

دغه برید د شمالي وزیرستان له مرکز میرام شاه سره نژدې د خرورې په سیمه کې د اورپکو پر یوه پټنځای شوی چې پکې د هغوی درې تنه په نښه شوي دي.

د سیمې ځايي خلکو له مشال ریډيو سره په خبرو کې ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې یې په فضايي حریم کې د ډرون الوتکو پروازونه زیات شوي دي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې د سیمې چارواکو ویلي چې وژل شوي درې واړه کسان بهرنیان دي خو د هغوی د شهریت په اړه یې مالومات ورنکړل چې د کوم ملک اوسېدونکي به وي.

په سیمه کې له هغې وروسته دا د ډرون الوتکو لومړی برید دی، کله چې پروسږ کال د نومبر په ۲۶ مه نېټه پر ډیورنډ کرښه د مهمندو په سلللا سیمه کې پر یوې پاکستانۍ پوځي پوستې په امریکايي برید کې ۲۴ پاکستانی عسکر ووژل شو.ددغه حملې پر سر د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکي کړکېچن شولو او د پاکستان په غوښتنه امریکا په بلوچستان کې شمسي هوايي اډه خالي کړه چې ویل کېږي د اورپکو پر ضد د ډرون بریدونو لپاره کارول کېده.

تر دې وړاندې برید پروسږکال د نومبر پر ۱۷ مه نېټه د شمالي وزیرستان په شوال سیمه کې د اورپکو پر یو پټنځای شوی وو چې پکې اوه تنه وسلوال طالبان وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG