د لاسرسي ځای

تازه خبر

له خپلې خاورې لرې د یو افغان کډوال واده


ظاهر پښتون له خپل هیواد لرې په افغان پنډغالي کې د خپل واده په ورځ.
ظاهر پښتون له خپل هیواد لرې په افغان پنډغالي کې د خپل واده په ورځ.

د ظاهر پښتون کورنۍ درې لسیزي وړاندي د افغانستان له سرېپل ولایت څخه را کډه شوي، او دا مهال له پښين سيمي سره څېرمه د سرانانو په نوي کمپ کې میشت دي. ظاهر پښتون ددې کمپ
د ۱۲ م لمبر ښوونځي مشر استاد دی.

که څه هم دده کورنۍ له خپل پلارني ټاټوبي په سلګونو کیلومیتره لري ده، خو د دوی په خبره غم او خوشالی يې اوس هم د خپل وطن په څېر دي. د ظاهر پښتون يوه ملګري د پښتون د واده حال داسې بیانوي.

نوم مې محمد میر دی. په موږ کې ولور دا وخت له شپږ لکه نیولې بیاتر لس لکه کلدارو پوري دی. خو ظاهر پښتون شپږ لکه ولور ورکړی دی.

ظاهر پښتون د خپل واده مبارکي اخلي.
ظاهر پښتون د خپل واده مبارکي اخلي.
د محمدمیر په خبره په دوی کې ولور له اووه لکه بیاتر لس لکه پاکستانيو پورې دود دی. خو دده په وینا د ظاهر پښتون د واده ولور شپږ لکه دی. تردې وروسته چې د کلي خلکو د ظاهر پښتون په کور کې د غرمې ډوډۍ وخوړله، له سرانانو څخه دپښين کلي سنګر ته ورا روانه شوه.

تر شاوخوا يوساعت سفر وروسته د ورا موټرې کلي سنګر ته ورسېدې.هلته د دې کلي سپين ږیرو او ځوانانو د وراباڼو هرکلی وکړ. او ورا يې د ناوې کور ته بوتله. چې د کور په غولي کې يې ټول وراباڼي شاوخوا کښېنول. او د ناوې هغه کور يې ښکاره کړ چې پلار يې خپلي لور ته ورکړی وو. خو تر هر څه له مخه په يوه بالټۍ او اوبه کېښودل شوې. ددې بالټۍ اوبو په اړه د ظاهر پښتون د تره زوي نور محمد راته وویل..

؛ په موږ کې هر ځای چې د ناوې کور را ایستل کېږي نو لومړی په يوه بالټۍکې پاکې اوبه غولي ته راوړي، او ورپسې بیا د ناوې نور ټول کور راوباسي؛

د ظاهر پښتون د واده کور وراباڼو ته ښودل کېږي
د ظاهر پښتون د واده کور وراباڼو ته ښودل کېږي
او تردې وروسته يې د ناوې ټول کور په همدې غولي کې کېښود. او بیا يې زوم ( ظاهر پښتون )ته نوې جامې په همدې غولي کې ور واغوستې. دوعاوي وشوې، او تر يونیم ساعت تېرېدو وروسته ورا له ناوې سره بیرته د سرانانو پر خوا رهي شوه. د ظاهر پښتون مشر ورور ولي خان وايي، خوشاله ډېر دی، چې د کشر ورور واده يې دی، خو که يې دا واده په خپل وطن کې کړی وای، تر دې به هم ډېر خوشاله وای.

سره له دې چې په پاکستان کې د سرانانو په کمپ کې میشت دا افغان کډوال په خپل کمپ د څښاک اوبه هم نه لري خو د ظاهر پښتون پلار وايي دومره خوشاله دی، لکه نیم پاکستان چې يې ورکړی وي.

د ظاهر پښتون په واده ماشومان اوښتې اچوي
د ظاهر پښتون په واده ماشومان اوښتې اچوي
زوم هم له خوشالۍ مسېدو ، خو هغه ارمان چې دده د کورنۍ د نورو غړيو په زړونو کې وه، پښتون يې هم ذکر داسي وکړ.

؛ یقیناَ خوشاله یم خو ددې خوشالۍ په ورځ زما يو ارمان دی او هغه دا چې کاشکې زموږ هیواد جوړ وای او هلته جنګونه نه وای او ما خپل واده هم هلته په خپله سیمه کې کړی وای؛

ظاهر پښتون يواځينی پښتون نه دی، چې د کډوالۍ او درپه درۍ په ژوند کې يې واده وکړ، بلکې دده غوندې په لکونو نور داسي پښتانه ځوانان هم شته، چې ودونه يې له خپل وطنه لرې کړي، خو د وطن د بیاودانۍ ، بیارغوني او سوکالۍ زخم يې په دې ورځ هم په زړه وي.
XS
SM
MD
LG