د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود چاودنه :۲۹ تنه مړه،۳۷ ژوبل


یو خاصه دار د جمرود بمي چاودنې له ځایه ثبوتونه راغونډوي.۱۰م جنوري ۲۰۱۲
یو خاصه دار د جمرود بمي چاودنې له ځایه ثبوتونه راغونډوي.۱۰م جنوري ۲۰۱۲
د خېبر ايجنسۍ په جمرود بازار کې یوې زورورې بمي چاودنې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژلي او څه باندې ۳۷ نور یې ژوبل کړي دي.

په جمرود کې د مشال خبریال وايي چې دا بمي چاودنه په جمرود بازار کې د ګاړو په يوه اډه کې شوې .د نوموړي په خبره په وژل شویو کې د زخه خېل او کوکي خېل قبیلې وګړي هم دي چې په خپلو سیمو کې یې ځايي امن لښکرې جوړې کړې دي.

په جمرود بازار کې د بمي چاودنې وروسته یوه ماشومه انجلۍ له یوه دوکان سره نژدې له کنډکپرو سره ناسته ده.
په جمرود بازار کې د بمي چاودنې وروسته یوه ماشومه انجلۍ له یوه دوکان سره نژدې له کنډکپرو سره ناسته ده.
د مشال خبریال وايي،چې په چاودنه کې درې خاصه داران ،هنګو او نورو سیمو ته تلونکي مسافران،ځايي دوکانداران او یو شمېر نورو عامو خلکو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.

د عبدالله په نامه یو تن د سترګو لیدلي حال کې وايي چې هیڅ په پته یې پوه نشو چې چاودنه څنګه وشوه،خو دلته دومره بې ګناه خلک ووژل شو چې له غوسې د یوه کس ډوډۍ خوړلو ته خوا نه کېږي.نه پوهېږو چې له موږ سره دا ظلم ولې روان دی،غټ کفر راسره روان دی،موږ خو څه کافران نه یو،مسلمانان یو ،پنځه وخت لمنځونه کوي.ټول اپرېدیان نر او ښځې واړه زاړه ټول ددغه پېښې غندنه کوو.ډېر بد حالات روان دي خدای مو دې له دې ناورینه خلاص کړي.

ریاض اپرېدی د سترګو لیدلي حال کې وايي چې له چاودنې وروسته هر لوري ته د انسانانو د بدن غړي پراته وو،خلکو هلې ځلې کولې چې ټپیان هسپتالونو ته ورسوي.د جمرود ډېر پرامنه علاقه دهودا بریدونه له بهره راغلي خلک کوي او موږ حکومن ته دا وايي چې دا بهرنیان بیرته خپلو سیمو ته وشړي.زموږ د خلکو نسل کشي روانه ده.

په جمرود کې د نسوارو یو دوکاندار عرب شاه وايي،یو موټر ولاړ وو او د خاصه دارو موټر ورته هارنونه ورکول چې په دغه ساعت کې چاودنه شوه او یو ویر ګډ شو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

خیبر په بیا بیا د بمي بریدونو او چاودنو ښکار کېږي، تر دې یوه اونۍ وړاندې د روانې میاشتې په دریمه نېټه د لنډي کوتل په باچاخان چوک کې د ليويز له اډې سره چاودنې یو خاصه دار ،یو لیویز او یو عام وګړی ووژلی او ګڼ نور یې ژوبل کړي وو.

ددغه ډول بریدونو پړه اکثره وسله وال طالبان پر خپله غاړه اخلي چې ځايي قبایلو یې پر ضد لښکرې هم جوړې کړې دي.
XS
SM
MD
LG