د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا ځانته خپله صوبه غواړي


د پاکستان د قبایلي سیمو نقشه
د پاکستان د قبایلي سیمو نقشه
رياض ګل، اسلام آباد

په پاکستان کې د نویو صوبو غوښتنې روانې دي او د هزارې او سرائيکي صوبو وروستو د قبايلي سیمو پارليماني غړو هم ځانته د خپلې صوبې غوښتنه شورو کړيده.

له مشال ريډيو سره خبرو په کې د شمالي وزيرستان سنيټر مولانا صالح شاه وایي چې ځینې سياسي ګوندونه غواړي چې قبایل د خيبر پښتونخوا سره شامل شي،دی وايي دا خبره له انتظامي پلوه سمون نه خوري او نه هم له دې د قبايلو په ژوند مثبت اثر پرېوځي. نو ځکه ښه دا ده چې قبایلو ته دې ځانته صوبه ورکړې شي.

دغه شان د مهمندو ايجنسۍ سره تعلق لرونکې سنيټر حافظ رشيد احمد وایي چې دوی په اتلسم آئيني بدلون کې هم د ځانته صوبې غوښتنه کړې وه خو هغه وخت ورته حکومت پاملرنه نه وه کړې او دوی ورته په هغه وخت کې قبایلستان نوم هم تجويز کړی وو.

خو دسياسي او قبایلي سيمو کارپوه خادم حسين دريځ دا دی چې تر څو د قبايلوله پيښور سره تړون نه وي شوی تر هغو له اسلام آباد يا نورې نړۍ سره د هغوی تړون ګران دی، او بله دا چې د قبایلو او خيبر پښتونخوا د خلکو دود دستور او رسم و رواج هم يو شان دی نو ځکه قبایل په دې خوشحاله دي چې له خيبر پښتونخوا سره شامل شي.

نوموړی وايي ،په قبايلي سيمو کې دا مهال ټولې د خيبر پښتونخوا ادارې کار کوي نو که دا يوه صوبه شوه نو هر څه به په ځای پاتې شي .خو که بېله صوبه جوړېږي نو له نوې سره ورته ادارې جوړول به ډير ګران کار وي.

خادم حسين زیاتوي چې د ټولې سيمې د امن لپاره ضروري ده چې د فاټا قبايلي حيثيت ختم شي او دا په خيبر پښتونخوا کې شامله شي.
XS
SM
MD
LG