د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس ګاڼۍ په جنرېټر چليږي


یو کروندګر په ګانۍ کې ګنۍ ورکوي
یو کروندګر په ګانۍ کې ګنۍ ورکوي
بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: په تيرو لسو کلونو کې چې د افغانستان د بيا رغونې هلې ځلې تر يوه حده توندې شوي، نو په زراعتي برخه کې هم د بيا رغونې کارونو تر ډيره پرمختګ کړى دى.

د ننګرهار ولايت د بهسودو ولسوالى اړوند د سمرخيلو کلى چې د خلکو ژوند ژواک يې تر ډيره بريده په زراعت ولاړ دى، څه درې لسيزې وروسته په کې سږکال يو ځل بيا د ګنو فصل کرل شوى چې اوس يې ورته ګاڼۍ لګولې او د شا و خوا پرتو کليو څخه يې خلک نندارې ته راځي.

د دغه کلي يو تن اوسيدونکې ګل قياص وايي چې ديرش کاله مخکې په دې کلي کې لس دوولس ګاڼۍ ګرځيدې، اوس دغلته يوه ګاڼۍ لګول شوې، موږ يې هم ليدو ته راغلي يو او نور خلک يې هم ليدو ته راځي. چې کور ته ځو نو د چايو له پاره ګوړه هم راکوي.

د وحيد الله په نوم يو ماشوم چې په څلورم ټولګي کې زده کړې کوي، وايي چې له ښوونځي څخه راشي، نو ګني ريبي، پاندونه يې د خپلو څارويو لپاره وړي او ګني ګاڼۍ ته رسوي.

یو کروندګر په اترا کې د ګوړې چکۍ جوړوي
یو کروندګر په اترا کې د ګوړې چکۍ جوړوي
د ريس په نوم يو تن بزګر وايي چې پخوا به يې ګاڼۍ په قلبه يي غوايانو ګرځوله خو اوس په جنريټر چليږي چې ډير سهولت يې رامنځته کړى دى. دى زياتوي چې ګاڼۍ يې د پښتونخوا له چارسدې نه راوړې ده او پنځه تنه په کې د شپې تر دولسو بجو پورې کار کوي.

د سيمې يو تن زميندار ميا وزيرزاده خوشحاله دى چې ګنو يې ښه فصل ورکړى. دى وايي چې په ديرشو کلونو کې دا اول ځل دى چې ګني يې کرلي دي، تخم يې ورته د کامې نه راوړى دى. د ده په وينا چې راتلونکې کال ته به په خپله ټوله ځمکه ګني کري.

د يادولو ده چې اوس ګني د ننګرهار په کامې ولسوالى کې تر بلې هرې سميې ډير کرل کيږي او په لسګونه ګاڼې ورته لګيدلي او ګوړه ترينه جوړوي. خو څه درې لسيزې پخوا په افغانستان کې دوه د بورې يا چينى جوړولو کارخانې وې، يوه يې په بغلان کې وه چې د چوغندرو څخه اوبله يې په ننګرهار کې وه چې له ګنو څخه به يې بوره جوړوله.
XS
SM
MD
LG