فرهاد شینواری خیبر ایجنسی
د خیبر قبایلي سیمې په لنډی کوتل،تیراه، بازار زخه خیل او کرمنه کې واوره شوې ده،ځايي خلک یې وايي چې د واورو وریدو سره په دي سیمو کې یخنی نوره هم زیاته شوېده،او د دوی ورځنۍ ژوند یې اغیزمن کړی دی،خو نور بیا چې له دې سره به وچکالي ناروغي لرې شي،او په سیمه کې به اوبه هم ورسره زیاتې شي.
دا چې د خیبر ایجنسۍ په لنډی کوتل سیمه کې خلک د واورو په وریدو څه احساسوی،یو تن شاهد خان یې په اړه وايي چې(( دوی یې د سختي یخنۍ سره مخامخ کړل خو بیا هم دوی ترې ډیر خوند واخیست،ټول خلک له کورونو راوتلی دي،او واړه مو هم پکې ډیر خوشاله دی))
د دغې سیمې یو بل تن وارث عاجز وايي(( چې مخکې به دې واورې ته د ملک له نورو برخو هم خلک راتلل،او لنډي کوتل بازار به ورسره په ډیر سور کې وو،دوی به پکې وریتۍ غوښې،کړایانې او کبابونه خوړل،خو اوس د امنیت د خرابې وضعې له امله ورته څوک نه راځی))
په لنډي کوتل بازار کې د کبابو یو دوکاندار سلیمان کاکا وايي چې(( مخکې به یې د واورو په مهال کباب ډير ښه خرڅیدو ،خو اوس یې هغه خوند نیشته))
د لنډی کوتل یو بل تن آیاز وايي چې(( واورو دوی د تګ راتګ له مشکلاتو سره مخامخ کړي دي،او ټولې لارې ترې بندې شوېدي))
د خیبر قبایلي سیمې خلک وايي چې خوا وشا درې کاله پس په دې سیمه کې د واورو وریدو دوی ته یو ښه ساعت تیرۍ ورکړ او ګرم ګرم خوراکونه لکه وریته غوښه،کړاهی،او کبابونه یې هم پکې وخواړل.