د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د تښتونو او نا امنیو پر ضد مظاهره


نیاز موسا خېل، مشال راډیو

کوټه - د هفتې (د جنورۍ اوومه) په ماسپښین، د بلوچستان د کوټې په میزان (باچا خان) څلور لاره کې پښتون ملتپاله ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند د تښتونو او نا امنۍ پر ضد لاریون وکړ.

د ګوند د غړو او نورو خلکو دا لاریون لږ ساعت وروسته په احتجاجي غونډې بدل شو چې ورسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړو وینا ګانې وکړې.

د ګوند صوبايي مشر عثمان کاکړ پر دې مهال مشال راډیو ته وویل، دوی تل د غلاګانو، نا امنیو، هدفي وژنو، او تښتونو ضد احتجاج کړی دی. ((او د دې جنایتونو پر ضد)) لارو، کوڅو ته راوتلي دي.

د ده په خبره، همدا لامل دی چې واکمنان د دوی هلې ځلې نه خوښې کړې دي او نه یې هم خوښوي.

پر دې مهال د بلوچستان اسمبلۍ پخواني غړي عبد الرحیم زیارتوال وویل: ((دا زموږ لپاره د حکومت او پولیسو لپاره یو پیغام دی چې که تاسې زموږ ضد تحریک چلوئ او زموږ ضد غږ را پورته کوئ، نو له تاسې سره هم دا کېدای شي. مګر زموږ ګوند به همېشه د ظلم او استبداد پر ضد را پورته کېږي او ولس به هم په دې لړ کې را پورته کوو.))

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یوه بل مشر نصر الله زېري په دې موقع مشال راډیو ته وویل، په ښار کې د نا امنۍ او ظلم تورې تیرې خپرې دي. ولس نشي کولای چې خپل کار و بار او د ژوند نور کارونه په اسانۍ تر سره کړي. هر څه وران شول، خلک حیران دي چې آخر دا څه روان دي.

دی پوښتنه کوي، حکومت او انتظامیه چېرې ده؟ د صوبې مشران چېرې دي؟ او ولې څوک د دې جنایتونو پر ضد نه را پورته کېږي؟

((موږ د دې ظلم پر ضد سړکونو ته راوتلي یو. او له ننه مو د ۱۵ ورځو د احتجاج کولو اعلان کړی دی. له ننه د روانې میاشت [جنورۍ] تر ۲۲مې به زموږ ګوند د کوټې په بېلا بېلو سیمو کې لاریونونه کوو، چې په ولس کې بیداري [پیدا] کړو او حکومت مجبوره کړو چې صورتحال دې برابر کړي.))

پر دې موضوع پر هڅو سر بېره هم د حکومتي دریځ په ترلاسه کولو کې بریالي نشو.

د یادونې وړ ده چې د تېرې جمعې په شپه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی عبد الرحیم زیارتوال نا مالومه وسله والو سره د ګاډي تښتولی وو.

وروسته نوموړی را خوشې کړل شو خو ګاډی یې له ځانه سره وړی وو.

که څه هم پولیسو دا د تښتونې یوه عامه پېښه بللې، خو د ګوند مشرانو دا د دوی پر ضد د واکمنو سازش بللی دی.
XS
SM
MD
LG