د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ (د جنوري ۶مه)


ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

افغان ولسمشر حامد کرزي غوښتنه کړې چې د امريکا تر انتظام لاندې د باګرام زندان دې دوی ته حواله کړې شي. په دې زندان کې د طالبانو يو شمېر مشران قېد دي.

ولسمشر کرزي په امريکا تور لګولې چې د قيديانو د حقوقونو او د هېواد له خپلواکۍ سر غړونه کوي.

د ولسمشر کرزي لخوا دا څرګندونې په داسې مهال مخې ته راغلي دي چې د افغانستان او امريکا ترمنځ په ستراتیژیک تړون د دواړو هيوادونو ترمنځ خبرې په اخري پړاو کې دي، همدا راز له دې تړون سره به تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د امريکا رول په ډاګه شي.

دا مذاکرات د نوي کال د رخصتیو لوجې ولاړ ول.

د امريکا لخوا په افغاني قېديانو کنټرول او د امريکا په مشرۍ د ناټو پوځيانو لخوا د شپې پر مهال چاپو باندې د افغانستان ولس لخوا سختې نيوکې شوي.

بلخوا د فارن پاليسي مجلې په يوه مقاله کې راغلي دي د پخواني پوځي ډيکټېټر جنرال پروېز مشرف د شا و خوا ۱۰ کاله حکمرانۍ لوجې پاکستانی ولس نه غواړي چې بيا پرې پوځي حکمراني راشي، پاکستان پوځ هم امريکا سره د ناسمې پوځي همکارۍ او د پاکستان پر ځمکه د عملياتو لوجې په ولس کې خپل شهرت له لاسه ورکړی دی؛ نو همدا وجه ده چې پوځ په دې پوه دې چې په هیواد د دوی د بيا حکمرانۍ به ښې نتيجې نه وي.

نو ځکه پوځ وس پټ په پټه د پردې شاته نورې لارې او ادارې کاره وي لکه په حکومت د فشار ستاتلو لپاره وس عدليه استعمالوي.

په مقاله کې وړاندي راغلي دي د عمران خان د ګوند د پرمختګ سره د پاکستان د پوځ قسمت هم په بدلېدو دی، د دې ترڅنګ د پوځ لپاره د حکومت پر ضد يو نوی محاذ عدليه ده چرته چې د میمو يا خط سکینډل په اړه اورېدنه روانه ده.

د پاکستان دننه په پوځي مارشلا ګانو ژور نظر لرونکي کارپوهان د پاکستان په روانو حالاتو ډېر ښه پوهېږي، او دا رنګ کوم پوځي جنرال چې هم ولسي حکومت ختم کړی دی په يو باندې هم د ملک سره د غدارۍ کولو جرم نه دې لګول شوې، د پاکستان د سپريم کورټ جج چې د ايين د خونديتوب سوګند پورته کوي چېرې هم د اييني حکومت ماتونکو جرنېلانو ته سزا نه ده ورکړې.

پکار ده چې مېموګېټ سکېنډل په دې وپېژندل شي چې دا پوځ د جمهوري حکومت د راغورځولو لپاره چمتو کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG