د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ښځې د سولې د بهیر ملاتړ کوي


ښځو د یوې غونډې پر مهال د سولې د بهیر د ملاتړ اعلان وکړ.
ښځو د یوې غونډې پر مهال د سولې د بهیر د ملاتړ اعلان وکړ.
نقیب الله متونوال، مشال راډیو

خوست - د افغانستان په خوست کې یو شمیر لوستې ښځې، چې په بېلابېلو حکومتي او غیر حکومتي ادارو کې دندې هم لري، د سولې له روانو خبرو ملاتړ کوي او هیله لري، چې که دا خبرې بریالۍ شوې او په پایله کې یې په هيواد کې سوله او امن ټینګ شول، نو دوی ته به د ژوند او کار زمینې لا برابرې شي.

په افغانستان کې د طالبانو د رژیم په ړنګېدو ګڼ بدلونونه راغلل چې له دې جملې يې يو هم د ښځو لپاره د زده کړې زمینې برابرول او په دفترونو او ادارو کې د کار اجازه ده. خو چې اوس یوځل بیا د سولې خبرې کېږي او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر پرانیستل کېدوخبرې تایید شوي، افغان حکومت ورسره موافقه وښوده او طالبانو هم ومنله، چې خبرې شوي اوپه لومړي پړاو کې دي.

په دې سره خینو رسنیو داسې راپوټونه ورکړل، چې که د طالبانوسره روغه اوسوله کیږي ښایې د ښځو حقونو ته زیان ورسېږي.

خو په خوست کې لوستي مېرمنې وایې، چې دوی دغې روغې جوړې ته خوشاله دي او زیاتوي چې داځل به طالبان دوی له کار او تعلیم څخه نه منع کوي ځکه داځل راتګ به یې د سولې له لارې په واک کې شریکیدل وي او ښایې نور مثبت بدلونونه هم راشي. په دې اړه د خوست د نجونې لیسې یوه تنه ښوونکي وایې :

((طالبان هم پوه خلک دي او دوی زمونږ وروڼه دي، زه په خپله دې کار ته ډیره خوشاله یم، چې د طالبانو او دولت ترمنځ سوله وشي او زمونږ، چې څومره وس وي تر هغې به ورسره مرسته هم وکړو.))

د خوست د ښځوچاروریاست یوه کارکوونکي امنه وایې، چې د هرځوان په وژل کیدو یوه مور ځوی له لاسه ورکوي ، یوه خور ورور ، یوه مېرمن خاوند اویوه ماشومه پلار، چې بیا یې هم ناوړه اغېزپه ښځو وي.

نوموړې زياتوي: ((په جنګ او جګړو کې د نارینه وو پرتله ښځې ډیرې اغیزمني کیږي، ځکه چې میرمني پداسې حالاتو کې د کورنۍ غړي لکه خاوند، ورور، زوی، پلار له لاسه ورکوي. که چیري سوله راشي، نو اوسنيو ټولو ناخوالو ته به د پای ټکۍ کیښودل شي.))

د خوست د ښځو چارو ریاست یوه بله کارکوونکي فاطمه وایي چې دوی هم سولې ته خوشاله دي او یواځې د اسلام مقدس دین په چوکاټ کې د خپلو حقونو غوښتونکي دي.

د سیاسي چاروکارپوه امیرشاه کارګر هم وایې، چې د طالبانو راتګ د سولې او د خبرو له لارې به د ښځو په ژوند کوم منفی اغیز ونه کړي: ((که چیري طالبان په روغي او جوړې یا په سولې سره هیواد ته راشي، نو په اوسنيو حالاتو کې به هیڅ تغیرات رانه شي. ډیر کله زموږ په ټولنه کې حقونه او کلتوري توپیرونه یو شی ګڼل کیږي، حال دا چې حقونه د ټولو لپاره یو، او کلتورونه یا رسمونه توپیر سره لري او ډیرې ټولنې یې په تدریج بدلوي، یا تغیر په کې راولي.))

د یادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو مخالف یو پخوانی جهادي تنظیم حزب اسلامي یو هيت هم کابل ته راغلی وو او د چارواکو سره یې خبرې وکړي، چې د سولې راتلو په لار کې ګټورې بلل شوي دي.
XS
SM
MD
LG