د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په مسلې د ټولو ګوندونو غونډه کوو، شریف


خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه - د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف د بلوڅو د وژل شوي ملتپال نواب اکبرخان بګټي په کور کې د نوموړي له زوی نوابزاده طلال بګټي سره لیدلي دي.

له طلال بګټي سره تر ملاقات وروسته له رسنیو سره په خبرو کې نواز شریف د بلوچستان په بېلا بېلو ستونزو خبرې وکړې.

د ن لیګ مشر رسنیو ته وویل د بلوچستان ځوانان د دې هیواد لپاره سره زر جوړېدای شي.

د پاکستان پخواني وزیراعظم وویل: ((د بلوچستان چي کوم ځوانان دې او له دوي سره کومي ډګرۍ دي. د هغوي د پوښتني هیڅ څوک نشته. دا صوبه له ګڼو طبعي شتمنیو ډکه ده. که د دې صوبې له همدې طبعي شتمنیو څخه هم کار واخیستل شي نو دا صوبه به د پاکستان په څلورو صوبو کې اول لمبر صوبه وي.))

د پاکستان پخواني وزیراعظم تر دې وروسته، د جمعې په شپه د کوټې په يوه هوټل کې د ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو غړي ډوډۍ ته بللي ول.

د نورو سیاسي ګوندونو له غړيو سره د ن لیګ مشر په خبرو کې وویل د پاکستان اوسنی حکومت باید د بلوچستان په ستونزو ټول ګوندیز کنفرانس رابللی وای.

د ده په خبره هغوې و نه کړ نو اوس يې د ده ګوند د جوړېدو اعلان کوي.

د دې کنفرانس په اړه د ن لیګ مشر وویل:

((پاکستان یانې په اسلام اباد کې دې يو داسې کنفرانس وبلل شي چې د کوربه توب لپاره یې موږ تیار يو. په دې کې دې دا په ګوته شي، چې په بلوچستان کې څه روان دي؟ دا صوبه څه ډول ستونزې لري؟ د دې صوبې وګړي څه ډول ستونزې لري او موږ به هغه په څه ډول هواروو!!))

بلوڅ ملتپال او د جمهوري وطن ګوند مشر نوابزاده طلال بګټي د ن لیګ د مشر د ټولو خبرو ملاتړ وکړ، او د بلوچستان له ټولو سیاسي ګوندونو یې غوښتنه وکړه چې په دې کنفرانس کي دي ګډون وکړي.


نواز شریف خبري غونډې ته وینا کوي.
نواز شریف خبري غونډې ته وینا کوي.
نوابزاده طلال بګټی د دې کنفرانس په اړه وايي:

((په دې کنفرانس کې باید ټول ګډون وکړي، خو که په دې کنفرانس کې پيپلز ګوند هم شرکت وکړي نو زما شک دی چې بیا به ډېر خلک رانشي. او دا به ووايي چي پيپلز ګوند دې لومړی په بلوچستان کې عملیات بند کړي. نور ګوندونو ته زه هر کلی کوم. کم از کم موږ خو به په دې کنفرانس کې خامخا ګډون کوو.))

په بلوچستان صوبه کې که يو پلو بلوڅ د خپلوحقوقو غوښتنه کوي نو بل پلو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند عبدالرحیم زیارتوال بیا وايي، د دې صوبې له پښتنو سره هم زیاتی شوی او خپل حقوق نه دي ورکړل شوي.

عبدالرحیم زیارتوال له مشال سره په خبرو کې وویل:

((په دې صوبه دوه لوي قامونه میشت دي. بلوڅ او پښتون. خو که وګورې نو ددې صوبې وزیراعلی ، ګورنر او ټول سرکاري چارواکي بلوڅان دي او پښتنو ته هیڅ هم نه دي ورکړل شوي.))

سره له دې چې ځينې بلوڅ ملتپالو په وسله واله مبارزه لاس پوري کړی. او په بیا بیا يې ویلي له ازادۍ ها خوا ته به په هیڅ شي راضي نشي. خو نوابزاده طلال بګټی وايي حکومت دې د دوی لومړني ځېنې شرطونه ومني، ((خبرو ته يې زه راولم!))
XS
SM
MD
LG