د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هېلمند د ولسواليو اوسېدونکي حرفوي زده کړې غواړي


د هېلمند د کجکي بند یو انځور. د دې ولایت اوسېدونکي حرفوي زده کړې غواړي.
د هېلمند د کجکي بند یو انځور. د دې ولایت اوسېدونکي حرفوي زده کړې غواړي.
سید شاه سقیم، مشال راډیو

لښکر ګاه - د افغانستان د هېلمند ولايت د ليري پرتو سيمو اوسېدونکي وايي ډېرى ځوانان د بې کارۍ او او نېستمنۍ له امله جرمونه کوي او زيات وخت اړ وي چې د ليږو پيسو په بدل کې هم د نا امنيو غټې پېښې وکړي.

دوى وايي که دولت په ولسواليو کې د حرفوي زدکړو کوروسونه خلاص کړي او ځوانانو ته کسبونه ورزده وکړي نو ګڼ شمېر ځوانان به چې دا مهال بې روزګاره ګرځي کارونه پيدا کړي او وبه کولاى شي خپل ژوند په سمه توګه روان کړي.

د هېلمند ولايت د مارجې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى عبدالباري وايي چې دا مهال د دغې ولسوالۍ يو شمېر ځوانان لښکر ګاه د زدکړو په موخه راځي چې د ټولو د وس کار نه دى . دى وايي کله په ولسوالۍ کې ورته دغسې مرکز پرانيستل شي ستونزې به يې ډېرې کمې شي.

(( که هلته حرفوي زده کړې راته موجودې شي ډېر به ښه . ځکه د مارجي خلک دومره وس نه لري چې هره ورځ لښکرګاه ته راشي. ))

د هېلمند يو بل اوسېدونکى صديق الله هم وايي چې په هېلمند کې د ناامنيو په زياتو پېښو کې د ليري پرتو سيمو اوسېدونکى لاس لري دى. دى هم وايي د حرفوي زده کړو د کورسونو جوړول ځوانان د نا امينو له پېښو را ګرځوي.

(( که د هېلمند په هره ولسوالۍ کې د حرفوي زده کړو کورسونه جوړ کړل شي ګټه کوي. سوله به راشي او د خلکو اقتصاد به وده وکړي کوم ځوان چې په کار اخته شي هغه بيا نه غواړي چې جګړه وکړي يا نشيي توکي وکاروي ))

د هېلمند د کار او ټولنيزو چارو رييس محمد نادر وطنوال بيا وايي چې دوى تر اوسه پورې يوازې په لښکر کې د حرفوي زده کړو مرکزونه لري خو وايي ‎ په پام کې لري چې په لنډه کې په ليري پرتو ولسواليو کې هم ورته مرکزونه خلاص کړي.

(( په لښکر ګاه کې مونږ درې مياشتني او شپږ مياشتني کورسونه مونږ لرو او د ولسواليو په اړه مونږ پلان لرو چې په نادعلي ، مرجعه ، ګرشګ ، ناوه او ګرمسير کې ډېر ژر خپل حرفوي مرکزونه خلاص کړو ))

د هېلمند په مرکز لښکر ګاه کې دا مهال د حرفوي زده کړو بېلابېل مرکزونه شته چې د دوه زره تنو په شاو خوا کې ځوانان پکې حرفوي زده کړې کوي.
XS
SM
MD
LG