د لاسرسي ځای

طالبان د سولې له خبرو څه لاس راوړل غواړي راوړي؟


په افغانستان کې د طالبانو ډله وسله ږدي او حکومت ته تسلیمېږي. په دې هیواد کې د سولې بهیر روان دی.

په افغانستان کې د طالبانو ډله وسله ږدي او حکومت ته تسلیمېږي. په دې هیواد کې د سولې بهیر روان دی.

بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ - په دې وروستيو کې د افغانستان د ۱۰ کالنې شخړې د حل او له طالبانو سره د سياسي روغې جوړې لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

طالبان په قطر کې د دفتر پر خلاصولو رضا شوي او افغانستان او امريکا هم دا کار ستایلی دی.

افغانستان او امريکا وايي د دې خبرو له لارې ۱۰ کالنې افغان جګړې ته د پای ټکی کېښودل غواړي. که مذاکرات کامياب شي نو طالبان څه غواړي؟

د طالبانو د واکمنۍ په مهال په پاکستان کې سفير، ملا عبدالسلام ضعيف وايي چې دا به لا وار له مخه وي چې د طالبانو د ارادو په اړه خبرې وشي خو زياتوي چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنيو پوځيانو وتل غواړي او دا چې په افغانستان کې دې شريعي نظام وي.

خو په افغانستان کې ځينې سياست وال لکه د پخوانۍ شمالي ټلوالې ځينې څيرې په حکومت کې د طالبانو له ورګډېدو سره مخالف دي.

ځينو نړيوالو بشري حقونو ادارو هم انديښنې ښودلي چې که طالبان په حکومت کې شامل شي نو بيا به هم هسې سخت دريځه نظام رامنځته کړي او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه به تر پښو لاندې شي خو د طالبانو پخوانی سفير، ملا ضعيف دا اندېښنې بې ځايه بولي او وايي.

((په افغانستان کې ستونزه دا ده چې ځېنې خلک شخصي ګټې په ملي ګټو معتبروي.))

ضعیف زیاتوي: ((سوله د افغانانو او افغانستان ضرورت دی او هيڅ افغان حق نه لري چې بل افغان ته ووايي چې ته دې نه يي. د بشري حقونه په اړه انديښنې ځوابيدلی شي او که د جنايتونو خبره وي نو بيا خو بايد ټول له محکمې تير شي چې څوک څومره جنايت کار دی او څه جنايت يې کړی دی؟))

که څه هم په مذاکراتو کې پرمختګ ښکاري خو ځينې څيړونکي د دې خبرو د برياليتوب په اړه شکونه لري.

د عوامي نيشنل پارټۍ صوبايي مشر او د افغانستان په چارو ژور نظر لرونکی سياست وال، افراسیاب خټک وايي چې د خبرو بهير هله کاميابيدلی شي چې ټول اړونده خواوې په اعتماد کې واخيستل شي.

(( زما په خيال درې قسمه مذاکرات کول پکار دي. لومړی دا چې افغانان په خپلو منځونو کې خبرې او سلا سره وکړي. دویمه دا چې د سيمې هيوادونو سره خبرې اترې وشي. افغانستان خپلو څلورو خواوو ته مهم ګاونډيان لري چې له افغانانو سره قومي اړيکې لري. دريمه خبره دا ده چې د نړيوالو سره خبرې وشي چې په افغانستان کې د نړيوالو همغږي رامنځته کړي. په دوی کې د هر لوبغاړي په اعتماد کې نه اخيستل به په افغانستان کې د مذاکراتو بهير کمزوری کړي.))

د ځېنو رسنيو په رپورټونو کې بيا دا مذاکرات موقت ګڼل شوي خو ملا ضعيف وايي چې ټول ښکېل اړخونه له جګړو ستړي دي او په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل به د پايداره امن پيلامه وي.

ياده دې وي چې امريکا ويلي په ۲۰۱۴ کال کې به بهرني عملياتي ځواکونه له افغانستانه ووځي او د امنيت چارې به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

څېړونکي وايي چې د امنيتي چارو د سپارلو بهير د ښه پر مخ تللو لپاره د سولې د بهير کاميابېدو ته ضرورت دی.
XS
SM
MD
LG