بوریوال کاکړ، مشال راډیو
پراګ - د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې د بګرام زندان به په یوه میاشت کې دننه افغان چارواکو ته وسپارل شي.
د دې زندان چارې اوس مهال د امریکا په مشرۍ کې د نړیوالو ځواکونو په لاس کې دي.
خبرپاڼه لیکي چې ولسمشر کرزي دا امر تر هغې وروسته کړی چې په دې زندان کې یې د افغانستان له اساسي قانون ، له نړیوالو او د بشري حقوقو له قانونه د سرغړونې د ډېرو پېښو په اړه رپوټ تر لاسه کړ.
افغان ولسمشر حامد کرزي تېر کال یوه کمېسون ته دنده سپارلې وه چې د ۲۰۱۱ له جنورۍ د ۲۰۱۲ م کال تر جنورۍ پورې په یوه کال کې د بګرام زندان او په هغه کې د بندیانو ټول واک له نړیوالو ځواکونو څخه افغان چارواکو ته انتقال کړي.
د بیان تر مخې دې کمېسون ته امر شوی چې په یوه میاشت کې دې دا زندان افغان چارواکو ته وسپاري تر څو د افغانستان د خپلواکۍ د تر پښو لاندې کولو مخه ونیول شي.
دا زندان په باګرام کې د امریکايي ځواکونو په افغانستان کې په تر ټولو لوی پوځي مرکز کې دننه دی.
باګرام د پروان ولایت دننه پروت دی او په تاریخي توګه دا ځای د افغانستان لپاره د خپل هوايي ډګر له وجې ستراتیژیک ارزښت لري.