د لاسرسي ځای

لیکوال: فرید ذکریا

سرچینه: واشنګټن پوسټ

ژباړه: پامیر ساحل، مشال راډیو

د امریکا په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې د لیکوال او کار پوه فرید ذکریا یوه مقاله خپره شوې ده.

په دې مقالې کې نوموړي لیکلي، نن سبا هر ځای د ایران د قوت او طاقت په اړه بحث کېږي. په امریکا کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدېدو لپاره هلې ځلې کوونکي د ریپبلېکن ګوند غړي هم د ایران په اړه خبرې کوي.

په واشنګټن پوسټ ورځپاڼه کې راغلي، د ریپبلېکن ګوند لخوا د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره ځان کاندیدوونکی مېټ رومني وايي، په راتلونکې لسیزه کې ایران د نړۍ لپاره تر ټولو لوی خطر دی.

همدا راز، نیوټ ګېنرېښ ایران په جرمني کې له هټلر سره پرتله کوي. همدا راز، نور لیکونکي او کار پوهان هم په منځني ختیځ کې د ایران د قوت او نفوذ د زیاتېدو اثار ویني.

خو فرید ذکریا لیکي، حقیقت دا دی چې ایران کمزوری دی او لا نور کمزوری کېږي. بندیزونو د دې هیواد اقتصاد د زوال ښکار کړی دی. سیاسي نظام یې مات دی. له هیواده دباندې د ایران تر ټولو نېږدې ملګری او یواځینی ملاتړی شام هم د غورځېدو په حال کې دی.

د پارس د خلیج هیوادونه هم د ایران پر وړاندې یو ځای شوي دي او له واشنګټن سره یې اړیکي ښه کړي دي. تېره اوونۍ سعودي عرب له امریکا د وسلې اخیستل پوره کړل. دا تر ټولو زیاته وسله وه چې سعودي عرب اخیستې ده. همدا راز، اروپا هم پر ایران لا پیاوړي بندیزونو لګولو ته نېږدې ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقاله کې، فرید ذکریا لیکي د ایران د قوت تر ټولو ساده اندازه د دې هیواد له پیسو لګول کېدای شي. چې باراک اوباما د امریکا ولسمشر شو نو هغه مهال ۹۷۰۰ ایراني ریاله د یو امریکايي ډالر برابر ول. له هغه وخت راهیسې ریال د ډالر پر وړاندې ۶۰ فیصده ښکته تللی دی. مانا دا چې اوس په یو ډالر ۱۵۶۰۰ ریاله اخیستل کېدای شي.

په مقاله کې راغلي، په دې وروستیو کې ایراني ولسمشر محمود احمدي نژاد پارلېمان ته وویل، دا ځل لګول شوي بندیزونه د تېر هر ځل پرتله ډېر پراخ دي. او دا پر هیواد تر ټولو قوي اقتصادي بندیزونه دي. احمدي نژاد وویل، هره ورځ د دوی بانکي او سوداګریز فعالیتونه او د دوی تړونونه څارل کېږي او تړل کېږي.

د رویټرز خبري اژانس د یوه رپورټ تر مخې په ایران کې د تېرو میاشتو پر مهال د خواړو بیې ۴۰ فیصده لوړې شوې دي.


د لیکوال په خبره، همدا مهال د ایران اټومي پروګرام هم پر مخ ځي. دی لیکي، دا شونې ده چې ایران به اټومي وسله تر لاسه کړي چې دا د ملي امنیت او غرور نشان دی.

فرید ذکریا زیاتوي، که چېرې دا وشي هم نو د شمالي کوریا په اړه دې فکر وکړل شي چې ایا له یو څو اټومي وسلو سره اوس هم طاقتوره هیواد دی او که نه؟
XS
SM
MD
LG