د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو د باجوړ تېښتول شوي ماشومان پرېښودل


دا پلستکي ماشومان طالبانو د باجوړ له ماموندو سیمې د وړوکي اختر په ورځ تېښتولي وو
دا پلستکي ماشومان طالبانو د باجوړ له ماموندو سیمې د وړوکي اختر په ورځ تېښتولي وو
د پروسږ کال په وړوکي اختر د باجوړ په سیمه کې د وسلوالو طالبانو لخوا برمته شوي پاتې ټول ماشومان هغوی راخوشي کړي دي.

د مشال خبریال شاهنواز وايي چې د باجوړ اېجنسۍ د لیویز یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ورته ويلي چې ټول ۱۶ ماشومان راخوشي کړل شوي دي.

په راخوشي شویو کې اوه ماشومان د ترخو د کلي،دوه ماشومان د ایراب کلي، څلورد آګره کلي یو ماشوم د بايي چینې او دوه ماشومان د سېوۍ کلي اوسېدونکي دي.

دا د تحصل ماموند باجوړ څه نا څه ۲۵ ماشومان د وړوکي اختر په ورځ له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه د کونړ له یوې سیلاني سیمې سره د اختر مېلې ته تللي ول چې د وسلوالو طالبانو لخوا برمته کړل شو.ځینې سرچینې د ماشومانو له خولې وايي چې هغوی بې له شرطه وسله والو پرېښودل .

په ماشومانو کې یو شمېر یې واردمخه پرېښودل شوي وو.

باجوړ په شمال کې د خیبر پښتونخوا سره لګېدلی دی. په غرب کې له کونړ، جنوب کې له مومندو، او په ختیځ کې له خیبر پښتونخوا سره پولې لري.


http://www.mashaalradio.org/media/video/24333215.html
XS
SM
MD
LG