د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان یاغي ډلو د امن خبرو کولو پخلی کړی


د حزبې اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار
د حزبې اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار

ګلوبل پوسټ خبري وېب پاڼي د سولي د خبرو اترو په لړ کي د حزب اسلامي ګلبدين حکمتيار ډلي په اړه راپور ليکلی چي وايي، نوموړي ډلي له افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون له نورو مهمو بهرنيانو سره تېره اونۍ د سولي په اړه خبري اتري کړي دي.

ګلوبل پوسټ ليکي، د سولي خبري اتري تېره اونۍ د حزب اسلامي د سياسي څانګي د مشر غيرت بهير لخوا تر سره شوې چي د خپل پلاوي مشري يې هم کوله. غيرت بهير له ګلوبل پوسټ سره په مرکه کي اشاره وکړه چي بهرنيان امريکايان وو چي نوموړي خبري ورسره وکړې خو په څرګند ډول يې د دوی نوم وانخستی. بهير وويل، غونډه پخپله د پرمختګ پر لور يو ګام و. دا ډېره سفارتي غونډه نه وه بلکې په څرګند ډول پر هر څه خبري اتري وشوې او ډېره مهمه غونډه وه.

ګلوبل پوسټ زياتوي. دا غونډي ډيري د ارزښت وړ دي چي په منظم ډول په داسي حال کي د درو خواوو لخوا په لويه کچه په افغانستان کي د سولي لپاره کيږي چي امريکايي او ناټو ځواکونو په ۲۰۱۴م کال کي له دې هيواده د خپلو پوځونو د ايستلو اعلان کړی دی.

بهير زياتوي، وخت زموږ له لاسونو څخه وځي او موږ د يو ډېر مهم پړاو پر لور حرکت کوو او درې واړي خواوي د دې احساس لري.

بلخوا په همدې لړ کي طالبانو د نهي په ورځ اعلان وکړی چي دوی په قطر کي د سياسي دفتر پر پرانستلو موافقې ته رسېدلي دي چي دا ډول له ايتلافي ځواکونو سره په رسمي ډول خبري اتري وکړي. خو د چارو شنونکي فکر کوي چي دا خبري اتري يو دم د سولي بهير نشي پيلولای.

غيرت بهير په دې اړه وايي چي د لسو کلونو بې باوري له طالبانو او حزب اسلامي سره د سولي د خبرو اترو د کاميابۍ امکانات لږ څه تت کړي دي. دی زياتوي چي د امريکا او افغانستان تر منځ د سټراټيجيک لوظنامې خبري اتري رواني دي او کېدای شي دا لوظنامه د امريکايانو لپاره لاره هواره کړي چي تر ۲۰۱۴م کال وروسته هم دلته پاته شي. دی وايي د امريکايانو پاته کېدل او پوځي اډې جوړول يوه لويه اندېښنه ده.

بلخوا په افغانستان کي د امريکا سفارت نه خو د دې خبرو اترو ترديد کوي او نه هم پخلی خو زياتوي چي دوی په افغانستان کي دننه او دباندي له يو شمېر کسانو سره په تماس کي دي.

ګلوبل پوسټ زياتوي، حزب اسلامي ډله د ګلبدين حکمتيار لخوا په ۱۹۷۷م کال کي جوړه شوه چي تر اوسه د ډلي مشري په غاړه لري او له ۱۹۹۳م کال څخه تر ۱۹۹۴م کال پوري د افغانستان وزيراعظم هم پاتې شوی دی.

دا ډله دوه مخه لري، يوې خوا ته په افغان پارليمان کي خپله نمايندګي لري خو بلي خوا ته تر طالبانو وروسته دوهمه لويه ياغي ډله ده. خو د دې ډلي وياند هارون زرغون په پېښور کي ګلوبل پوسټ ته وويل ، دا کارونه يو د بل په ضد نه دي. زموږ مقصد له افغان پارليمان سره جنګېدل نه دی بلکې زموږ جګړه له امريکايانو سره ده.

ګلوبل پوسټ په پای کي د حزب اسلامي ګلبدين د سياسي څانګي د مشرغيرت بهير له خولې ليکي، د حکومت او د افغانستان د راتلونکي په اړه زموږ او د طالبانو په دريځ کي فرق دی. د بيلګي په توګه طالبان پر انتخاباتو باور نلري خو زموږ ډله يې لري.
XS
SM
MD
LG