د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له امريکااو ناټو سره د نویو اړیکو مسوده تياره ده"



د پاکستاني پارليمان د قامي سلامتۍ کمېټۍ مشر سنيټر ميا رضا رباني ويلي دي چې له امريکا او ناټو سره د تعلقاتو لپاره سپارښتونو ته حتمي شکل ورکړل شويدی او دا به ډير زر وزيراعظم ته وړاندې کړي.

د شورو په ورځ د کميټۍ د غونډې روستو خبرو اترو کې د نوموړي وينا وه چې نویو شرطونو کې به امريکا ته د ملکي سلامتۍ او خپلواکۍ د حفاظت سره سره د توانايي د ضرورتونو پوره کولو لپاره د هندغوندې له پاکستان سره هم د جوهري توانايي تړون کولو غوښتنه کېږي .دغه شان بايد چې امريکا د پاکستان مصنوعاتو ته په اروپايي او امريکایي منډیو کې ځای هم ورکړي.

له مشال ريډيو سره په خبرو کې دفاعي څېړونکی او د پاکستاني پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي دا ګرانه ده چې ګنې امريکا به د پاکستان دا شرط ومني البته په نورو څيزونو لکه استخباراتي معلوماتو په تبادله،د پاکستان نه د ناټو په تيرېدونکو ګاډو او مالونو ټيکسونه او دغه رنګ نورو چارو باندې خبرې ممکن دي.
ده زياته کړه چې دواړه ملکونه به کوشش کوي چې تعلقات که ډير نه ښه کيږي نو چې دومره خراب هم نشي چې ورسره يو بل ته زيان ورسېږي.

دغه شان د اقتصادي چارو کار پوه ډاکټر محمد زبير وایي چې د امريکا لخوا پاکستان ته ورکول کيدونکې پيسې هغه دي چې د پاکستان خپل زيان شوی دی او دې کې هغه زيان نه دی شامل چې د ملکي يا بهر ملکي پانګه کارانو د وتو او د خراب امنيت په وجه د پاکستان معيشت ته رسېدلی دی.

د ډاکټر زبير په وينا د تره ګرۍ خلاف جنګ کې د مرستې لپاره اروپایي منډیو ته د رسيدو شرط سره به پاکستان خپل دريځ کمزورې کړي ځکه چې دتجارت ځانته اصول وي او هغو ته به هر حال کې غاړه اېښودل وي. د تره ګرۍ خلاف جنګ کې مرسته له دې سره هيڅ کار نه لري.

ياده دې وي چې دکميټۍ سفارشات به وزيراعظم د پارليمان په شريکه غونډه کې وړاندې کوي او د دې د منظورۍ يا رد کولو فيصله به پارليمان کوي.
رياض ګل، اسلام آباد
XS
SM
MD
LG