د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د طالبانو د دفتر ملاتړ وکړ


د افغانستان ولسمشر حامدکرزی
د افغانستان ولسمشر حامدکرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی وايي هیواد یې د طالبانو د هغه پرېکړې ملاتړ کوي چې د سولې خبرو اترو پر مخ بیولو لپاره په خلیجي هیواد قطرکې خپل دفتر پرانیزي.

د ولس مشر له د فتره خپور شوی بیان وايي،افغانستان د امریکا او طالبانو ترمینځ په خبرو رضا دی چې په نتیجه کی به یې په قطرکی دطالبانو دفتر جوړ شي.

د کرزي بیان له هغې یوه ورځ وروسته راغلی پرون د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ويکتوريا نيوليند ويلي وو امريکا به د هغو ټولو خبرو اترو ملاتړ کوي که په افغانستان کې لس کلنه جګړه ختميدای شي.

نيولينډ دا خبره هغه وخت کړي وه کله چې د نهي په ورځ افغان طالبانو د يوي بيانيي له مخې منلې وه چې دوی په عربي هيواد قطر کې د يو سياسي دفتر د پرانستو په اړه ابتدايي تړون ته رسیدلي دي او له دې سره سره يي په ګوانتانامو زندان کې د خپلو بنديانو د خوشي کولو غوښتنه هم کړي وه.

لويديځ او افغان چارواکې په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې د يوې لسيزي جګړې د ختمولو د هڅو په برخه کې د طالبانو دفتر ته د يوه مهم پرمختګ په سترګه ګوري.
XS
SM
MD
LG