د لاسرسي ځای

طالبان د افغانانو په وژنه امریکا ته خپل تکړتوب ښيي


د کندهار والي توریالی ویسا

د کندهار والي توریالی ویسا



د کندهار والي ډآکټر توريالى ويسا په کندهار کې وروستي ځانمرګي بريدونه وسله والو په قطر کې د خبرو پر مهال د زيات کريډيټ د ترلاسه کولو په خاطر کړي دي.

د کندهار والي توريالي ويسا دغه څرګندونې نن په کندهار د يوې خبرې غونډې پر مهال وکړې .

دى وايي تېره ورځ او تېر ماخوستن په کندهار کې شوي ځانمرګي بريدونه وسله والو طالبان په دې خاطر کړي وو چې امريکايانو ته ځان قوي وښيې او په قطر کې ورسره د خبرو کولو پر مهال لا زيات امتياز تر لاسه کړي .

ډاکټر ويسا زياتوي چې وسله وال په هېواد کې له امريکايانو سره د جګړې په نامه عام وګړي وژني.

(( د دولت ضد وسله والو له يوې خوا له امريکا سره په قطر کې د سولې خبرې کوي. او له بلې خوا په افغانستان او خصوصا لوى کندهار کې د امريکايانو د شتون او مجوديت په نامه باندې بې ګناه خلک شهيدانوي چې د بې ګناه خلکو په وينو امريکايانو ته ځانونه قوي وښيي او په دې توګه ځان ته د امتياز ګټلو په لټه کې شي چې په هيڅ توګه سمه او اسلامي لاره نه ده ))

ډاکټر توريالى ويسا وايي چې په دې توګه وسله والو تېره ورځ په ډاګه کړې چې د پرديو د خوشحالو لپاره خپلې بې ګناه ښځې او ماشومان هم وژلاى شي.

دى زياتوي چې د عامو وګړو وژل د دولت د مخالفو وسله والو زور او قوت نه بلکې بې زړه توب ښيې .

د ده په خبره د وسله والو په دغسې کړنو سره به افغان ولس او دولت په ګډه د دوى پر ضد مبارزه پيل کړي.

(( دښمنانو د تېرې ورځې او شپې په غبرګو ځانمرګو بريدونو سره يو ځل بيا خپله کرکجنه او کرغېړنه څېره افغانانو او نړيواله ته وښوده او دا يې په ډاګه کړه چې دوى د پرديو مزدوران او ګوډاګيان د نورو د خوشحالولو ل پاره ښځې او ماشومان هم وژلاى شي))

تېره ورځ او تېر ماخوستن د کندهار په چوڼۍ او مدد څلور لارې کې دوه ځانمرګي بريدونه وشول چې له امله يې څلوېښت تنه مړه او ټپيان شول .

د دواړو بريدونو د ًقربانيانو زياته برخه عام وګړي او ماشومان وو.

په کندهار کې د شويو دواړو پېښو مسوليت وسله والو منلى دى خو دويمه هغه يې چاودنه بللې.
XS
SM
MD
LG