د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې فصلونه يخنۍ وهلي



بازمحمد عابد مشال ريډيو

جلال اباد: په ننګرهار کې د زراعت ماهرين وايي چې د باران د نيشتوالي او وچې يخنى له امله د بزګرو حاصلات د وچيدو په حال کې دي.

د افغان کرنيزې موسیسې مشر او د ننګرهار پوهنتون د کرنې پوهنځي استاد سيدا جان عبدياني په دې اړه وايي چې که دولت له بزګرو سره بېړنۍ مرستې ونه کړي، نو په په نيږدې وخت کې به د سبزيجاتو په نرخونو کې زياتوالى راشي. دى وايي:
په ټول خيتځ زون کې د ژمې نباتاتو او د دې تر څنک د شنو ميوه جاتو فصلونو ته د سختې يخنى له امله ډير زيان رسيدلى. نو د دې زيان له کبله به په نيږدې راتلونکي کې په مارکيټ کې د سبزيجاتو نرخونه لوړ شي او ورسره بزګرانو ته هم په مليونونو افغانيو زيان ورسيږي.

د سلام په نامه د کرنيزې موسسې مشر عبدالمطلب وايي چې که په يخنى وهلو فصلونو باندې پروړه او ټانټې واچوال شي، نو د له منځه تلو مخه به يې ونيول شي.

موږ نن وکتل چې ځينې فصلونه د يخ له کبله زيانمن شوي وو. نو که نباتي بقاياجات لکه پروړه او يا ټانټې د فصلونو له پاسه واچول شي، تر يوه حده به يې د له منځه تلو څخه مخنيوى وشي. اوس چې برګرانو او زميندارو صدمه ليدلي ده نو زما له دولت څخه دا هيله ده چې دا نقصانات دې سروي کړى شي او بزګرانو سره دې مرستې وشي.

د ننګرهار د کرنې ريس محمد حسين ساپي دا مني چې فصلونه له زيان سره مخ شوي او وايي چې بزګرانو ته يې مشورې ورکول پيل کړي دي.

له بدمرغه په تيرو دريو هفتو کې د ننګرهار په اکثره سيمو کې نباتات اغېزمن شوي دي. موږ په دې هڅه کې يو چې د دې خساراتو کچه راټيټه کړو، نو ځکه مو وزارت سره د ننګرهار د بزګرانو ستونزې شريکې کړې دي.

که څه هم وچه يخني او د باران نيشتوالى يوه طبعي ستونزه ده خو په ننګرهار کې زراعتي ماهرين وايي چې حکومت او په زراعتي برخه کې نړيوالو مرستدويه ټولنې بايد په داسې حالاتو کې له بزګرانو سره مرسته وکړي، چې د خلکو په وړاندې د ستونزو د رامنځته کيدو مخه ونيول شي.
XS
SM
MD
LG