د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:دمحنت و افرادي قوت وزارت کې درغلیو تورونه


دمحنت و افرادي قوت وزارت هغه لیک چې پکې د کامیابه کاندیدانو لسټ ورکړل شوی چې هغوی دې په نوکریو وګمارل شي.
دمحنت و افرادي قوت وزارت هغه لیک چې پکې د کامیابه کاندیدانو لسټ ورکړل شوی چې هغوی دې په نوکریو وګمارل شي.
خدای نور ناصر- کوټه

د ۲۰۱۱ په سیپټمبر میاشت کې دبلوچستان د محنت او افرادي قوت وزارت تر څلوېشتو د زیاتو نويو نوکریو اعلان وکړ. چې په کې له اوولس بیا تر اتلس سوه ځوانانو کاغذونه جمع کړل او ددې نوکریو تر لاسه کولو لپاره يې لیکلی او زباني امتحانونه ورکړل. خو د ۲۰۱۲ م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د وزارت له خوا د نتیجو پر ځای د منسوخېدو اعلان وشو.

په دې اړه ځينو سرکاري سرچینو له مشال ریډيو سره په خبرو کې تور ولګاوه چې ترسره شوې آزموینې یا امتحان ځکه منسوخ کړل شوی چې ددوی په خبره د محنت او افرادي قوت د څانګي د صوبايي وزیر مولوي سرور موساخیل د خپلو کسانو نومونه په کې نه وو.

د مشال خبریال هغه لیک تر لاسه کړی چې پکې د همدې وزارت د هغه وخت ایډیشنل سیکرېټري نور محمد جوګېزيي په تحريري او زباني امتحان کې د کامیابو ځوانانو نومونه ،صوبايي سیکرېتري عبدالقیوم کاکړ ته لیکلي وو . چې دا کامیابه ځوانان دي او دوی د نوکریو حکم دي جاري شي.

د محنت او افرادي قوت وزارت صوبايي سیکرېتري عبدالقیوم کاکړ وايي دا ډېره اساسه موضوع ده. او له څه ویلو څخه يې معذرت وکړ. او خپله دهمدې څانګي وزیر مولوي سرور موساخیل بیا وايي ستونځې نوري هم ډیري دي. او دده په خبره دا هیڅ ستونځه نه ده. او په دې اړه یې له خبرو ډډه وکړه.

د لورالايي سیمې يو ځوان محمد خان چې په دې خط کې يې په کامیابه ځوانانو کې نوم دی. له مشال ریډیو سره د خپل امتحان کیسه وکړله.کله چې دوی له ما پوښتني وکړې نو ما یې د ټولو پوښتنو سم ځوابونه ورکړل. او زه يې ډېر وستایلم. زه هم تر دې وروسته راووتم. اوس خبر نه یم چې ولي نوکري نه راکوي.”

د کلاسیف الله سیمې یو بل ځوان ضیاء الدین هم يو له دې کامیابه کاندیدانو څخه دی. ضياء الدین وايي ، دی په دې خبر وو چې په سرکاري نوکریو کې سپارش چلېږي او يو چاته يې د سپارش لپاره ویلي هم وو خو دده په خبره ځاي ونه نیو..ددپه خبره چې موږ د مشال راډيو له لاري خواست کوو چې موږ ته دې خپل حق را کړل شي.

د ږوب سیمي يو کاندید تاج محمد وايي ، په بیروزګارۍ کې دوه واره له ږوبه بیاتر کوټي امتحان ته راغی، او دده په خبره په زرهاوو پيسې يې ولګېدې، خو په لاس هیڅ نه ورغله.دحکومت لپاره خو دا اسانه کار دی چې ټیسټ واخله او بیا يې بیرته منسوخه کړه. خو دوي په دې نه دي خبر چې موږ په څومرو ستونځو کې دا امتحانونه ورکوو.٬٬

څه نا څه یوه میاشت وړاندې د بلوچستان هايي کورټ په خپل یو امر کې په محنت او افرادي قوت وزارت کې پر کار ګمارل شوي شاوخوا ۶۴۶ کسان غیرقانوني وبلل.چې هغوی دې له نوکریو و ایستل شي. په دې اړه د بلوچستان بار ایسوسي ایشن پخواني صدر امان الله بلوڅ له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل، ما ته څلور ځوانان راغلل چې له دوی سره په نوکریو کې بې انصافي شوېده،ما د دوی کېس های کورټ ته یووړ.چې د د محنت او افرادي قوت وزارت لخوا چې کوم کسانو پر نوکریو لګول شوي دي د هغوی تعلیمي معیار پوره نه دی او پلټنه دې وشي او بیا د پلټنو وروسته عدالت دا پرېکړه وکړه چې ټول لګول شوي کسان غیر قانوني دي او د هغوی نوکرۍ یې منسوخه کړلې.”

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي غړی او د صوبايي اسمبلۍ پخوانی غړی عبدالرحیم زیارتوال وايي چې یوازې په محنت او افرادي قوت وزارت کې درغلي نه دي روانه د صوبې په ټولو وزارتونو کې همدا حال دی.او بې له پيسو او سپارشونو هیچا ته هم نوکري نه ورکول کېږي. په دې صوبه کې د مېرټ اصول تر پښو لاندې شوي.هیڅ یو نوکري بې له سپارشه او پيسو ورکولو نه ملاوېږي”

یادولو وړ ده چې تر دې له مخه هم دبلوچستان په اوسني حکومت دا غلا غدیو او درغلیو تور لګېده، خو صوبايي وزیران وايي که په صوبه کې په رښتیا هم اداري فساد شته نو پرضد یې ادارې ولي چوپ دي.
XS
SM
MD
LG