د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه :چاودنې ۴ماشومان او ۲ تنه ژوبل کړي


په کورمه کې له اورپکو سره د روانو پوځي عملیاتو پر مهال د ګڼو خلکو کورونه تبا شوي دي
په کورمه کې له اورپکو سره د روانو پوځي عملیاتو پر مهال د ګڼو خلکو کورونه تبا شوي دي
دکورمې ایجنسۍ په صده سیمه کې دیو قبایلي قومي مشر ملک سلیم خان په کور کې په یوه بمي چاودنه کې شپږ کسان ژوبل شوي چې څلور پکې ماشومان دي.

دبرید پرمهال ملک سلیم خان په کور کې موجود و خو هغه روغ رمټ دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل :زموږ له هیچا سره دښمني نشته،خو په سیمه کې له تېرو څو کلنو راهیسې بدامني ده او ما په خپله خاوره کې د امن راوستو هڅې کړې دي.زه مخامخ چا ته ګوته نشم نیولای چې دا کار به چا کړی وي،البته دومره ویلای شم چې دا د هغه خلکو کار کېدای شي چې په سیمه کې بدامني او ګډوډي غواړي
”.

د روغتون چارواکي وايي د زخمیانو صحي وضع د انديښنې وړ نه ده . په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي ، چې امنیتي ځواکونو له دې چاودنې وروسته سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پیل کړي دي.

په قبایلي سیمو کې په بیا بیا قومي مشران او مخور سپین ږیري د اورپکو له خوا تر برید لاندې راځي.
XS
SM
MD
LG