د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو ملاتړ وکړ


دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوريا نیو لینډ
دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوريا نیو لینډ
د امریکا متحده ایالات وايي دوی به د طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د خبرو ملاتړ کوي چې ورکې طالبانو ته په قطر کې د سیاسي د فتر د پرانیستلو خبره هم شامله ده. دامریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویانده ویکتوريا نیو لینډ وايي که دا خبرې اترې افغان جنګ ته د پای ټکی ږدي نو دوی یې ملاتړ کوي.

دنیو لینډ څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلي چې افغان طالبانو اعلان وکړ چې دوی په قطر کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو او د امریکايي زندانونو نه د خپلو بندیانو د خوشې کیدو په اړه د یوې موافقې ابتدايي مرحلې ته رسیدلي دي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه بيان کې ويلي، دا سم وخت دی چې له نړيوالي ټولني سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره له هيواده دباندي يو دفتر ولري.

لويديځ او افغان چارواکې په افغانستان کې د يوې لسيزي جګړې د خبرو اترو له لاري د ختمولو د هڅو په برخه کې د طالبانو دفتر ته د يوه مهم پرمختګ په سترګه ګوري.

ددغه دفتر د پرانستلو خبرې له تېر څه مودې څخه کېدو خو د افغان حکومت دریځ دا دی چې طالبان به دا دفتر د سیاسي هلوځلو لپاره نه کاروي.

او تېره میاشت چې کله ددغه د دفتر د جوړېدو خبرې تېزې شوې نو افغانستان په قطر کې خپل سفیر احتجاجا کابل ته وربللی چې د دوی د مشورې پرته د دفتر د جوړېدو خبرې کېږي.

په تېره ډیسمبر میاشت کې ، د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن له نیوز ویک مجلې سره په یوې مرکې کې ویلي ول، که چېرې طالبان القاعده اورپکې شبکې ته پناه نه ورکوي نو بیا دوی د امریکايي ګټو لپاره خطر نه دی او دده په خبره چې طالبان یې دښمنان نه دي.

په کابل کې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپلې وینا پر مهال ویلي ول، د امریکايي حکومت دې اعلان ډېر خوشاله کړی دی چې طالبان د دوی دښمنان نه دي.او دده په خبره چې دا به د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي او هغه پلمې به له مینځه ولاړې شي چې په یوه نه بل نامه افغانان وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG