د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا کمزورۍ اقتصاد پر پاکستان بد اغېز کولای شي


د امریکا په واشنګټن کې سپینه ماڼۍ
د امریکا په واشنګټن کې سپینه ماڼۍ

فارن پاليسي مجله ليکې، په نړۍ کې د افغانستان او پاکستان په ګډون اته داسي کمزوري هيوادونه دي چې د امريکا له کمزوري کېدو سره به ډېر زيات اغېزمن شي. بلخوا ټايمز ورځپاڼه د ډرون د سيالۍ په اړه ليکې، يو شمېر حکومتونه دا الوتکې د جنګ د آلې په توګه کاروي چې په ولسي ژوند يې ښې او بدي اغېزې کړي دي.

فارن پاليسي مجله ليکې، په نړۍ کې اته داسي کمزوري هيوادونه دي چې د امريکا له کمزوري کېدو سره به ډېر زيات اغېزمن شي. په دې هيوادو کې، افغانستان، پاکستان، اسراييل، جنوبي کوريا، تايوان، جارجيا، بېلاروس او يوکراين شامل دي.

د افغانستان په اړه مجله ليکې، دا هيواد د روس لخوا نهه کاله تباه کړل شو. تر هغه وروسته څه باندي يوه لسيزه هغه وخت د لوېديځ لخوا له پامه وغورځول شو کله چې د طالبانو لخوا په ناسم ډول اداره کېدی. بيا وروسته په دې هيواد کې د امريکا لخوا پوځي عمليات تر سره کړل شوه او تيت او پرک اقتصادي مرستي وشوې. د ۴۰ فيصده بېروزګارۍ سره دا هيواد په سړي سر آمدن کې په نړۍ کې پر ۲۱۵م نمبر دی. که څه هم په دې هيواد کې د نشيي موادو غېر قانوني تجارت کېږي خو اقتصاد يې بيا هم ښه نتيجه نه ده ورکړې. د امريکايي پوځونو له وتلو سره سم داسي اټکل کېږي چې په افغانستان کې به داخلي ناندرۍ پېل شي او ګاونډي هيوادونه به په دې هيواد کې د خپل نفوذ د زياتولو هڅه کوي.

بلخوا فارن پاليسي مجله د پاکستان په اړه ليکې، که څه هم دا هيواد د ۲۱مي پېړۍ په اېټمي وسلو سنبال دی خو د دې هيواد اکثريت کليوال، شاته پاته او په قبايلي او سيمه ايزو ډلو کې وېشلي دي. د پاکستان د پېژندګلوۍ يوازينۍ محرک له هند سره د دې هيواد شخړه ده. د پاکستان سياسي ثبات ډېر کمزوری دی او او د امريکا په کمزوري کېدو سره به دا هيواد له امريکا څخه د پرمختګ لپاره هغومره مرستي تر لاسه نکړي چې اوسمهال يې تر لاسه کوي. دا ډول به پاکستان يو داسي هيواد وګرځي چې يواځي په پوځ چليږي او د اسلامي تندلاريتوب او پوځ يو ګډوله به وي او هيڅ مرکزي حکومت به ونلري.

بلخوا بريتانوي ورځپاڼه ټايمز د ډرون يا بې پايلټه الوتکو د سيالۍ په اړه ليکې، يو شمېر حکومتونه بې پايلټه الوتکې د جنګ د آلې په توګه کاروي چې په ولسي ژوند يې ښې او بدي اغېزې کړي دي. د ډرون جوړولو سيالي دا وخت پيل شوې ده. د ملګرو ملتونو له يو راپور سره دا وخت د نړي څه باندي څلوېښت هيوادونو يا خو ډرون اخيستي دي يا يې جوړي کړي دي. په داسي حال کې چې ډرون ټېکنالوجي مخ په وړاندي روانه ده او تر نړيوال قانون او مراسمو وتلې ده، يو ارزانه، کره ويشتونکې او تباه کونکې وسله ګرځېدله ده خو دا وسله غلطو لاسونو ته هم تلای شي. که چېري ډرون د جنګ په ډګر کې يو انقلاب راولي نو دا د امن بڼه هم بدلولای شي.

ورځپاڼه زياتوي، ډرون د پوليس لخوا د آمېزون درياب پر غاړه د لاطيني امريکا په ځينو هيوادونو کې د نشيي موادو د قاچاچ د څارلو لپاره او ځيني وخت بيا د چاپېريال ساتونکو لخوا د وېل ماهيانو نيونکو آوګوټونو د څارني لپاره په کار راوستل کېږي.

ورځپاڼه په پای کې ليکې، که څه هم د نوي طاقت لرونکې ټېکنالوجي امکانات د ورانۍ لپاره په کار راوستل کېږي خو ډرون هغه وخت د ښو اهدافو لپاره هم په کار راوستل کېدای شي کله چې امريکا دا دولسي ساتني لپاره ځانګړي کړي او نړيوال په دې راضي کړي چې د قانون سره سم به ډرون استعمالوي او بل هيوا ته به دا ټېکنالوجي نه غځوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG