د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار :د جعلي پيسو کاروباريان نيول شوي



سید شاه سقیم- کندهار

د ملي امنيت کارکوونکيو وايي چې د پښين سيمې اوسېدونکي درې تنه د جعلي پيسو کاروباريان يې له څلور سوه زره پاکستانيو کالدارو سره په سپين بولدک ولسوالۍ کې نيولي دي.

د چارواکيو په خبره نيولو شويو کسانو له پاکستان څخه د جعلي پيسو نوټونه له ځانونو سره راووړي وو او دلته يې ورباندې خلک تېر ايستل.

د نيولو شويو کسانو د ډلې مشر صيف الله مشال راډيو ته وويل چې د جعلي پيسو اصلي کاروبارې د کويټې ښار اوسېدونکى دى او ده ته ددې د پاره چې افغانستان ته دغه نوټونه راوړي څلور سوه زره کلدارې ورکړې وې.

دى وايي تر دې وړاندې مي په پښين سيمه کې ټونس موټر چلاوو .

(( ټونس موټر مي وو ، په کوټه کې د يوې رېړۍ له والا سره ناست وم خپله غريبې او بې روزګاري مي ورته بيانوله هغه راته وويل چې دلته يو کس دى جعلي پيسې چلوي په خلکو ما هم ورسره ومنله بيا مو په هغو پيسو پسونه واخيستل خو هغو وپېژندلي دي چې جعلي او پسونه مو بېرته ورکړل ، بيا مو نورې پيسې ورڅخه را واخيستي ، څلوره سوه زره يې په شپېته زره کلدارې راکړې دي ))

دى زياتوي چې په کويټه کې يې څو ځله نور هم هڅه کړې ده چې جعلي نوټونه خلکو ته ورکړي خو د ده په خبره د هغې سيمې خلک له پاکستانيو نوټونو سره ډېر اشنا دي او جعلي نوټونه يې پېژندل نو ځکه يې دا ځل کندهار ته رامخه کړې ده .،

(( د محمد ګل په نامه زما يو ملګري راته وويل چې دا پيسې په افغانستان کې ښې وزي ، دلته راغلو يو ځاى مو شپه وکړه بيا هسپتال ته لاړو اوله هغه ځايه چې راواتو نو پوليسو ونيولو ))

د ملي امنيت کار کوونکيو تر دې وړاندې ګڼ شمېر د پولې د هغې غاړې داسې اوسېدونکي هم نيولي دي چې چاودېدونکي توکي به يې افغانستان ته راوړل.

څو ورځي وړاندې هم د ملي امنيت کارکوونکيو د پاکستان پولې ته څېرمه درې تنه له وسلو او چاوېدونکيو توکو سره نيولي وو.
XS
SM
MD
LG