د لاسرسي ځای

طالبانو په قطر کې دخپل دفتر جوړولو خبره منلې


د قطر مرکز دوحه

د قطر مرکز دوحه

افغان طالبانو نن ويلي د قطر په پلازمينه دوحه کې د سياسي دفتر د جوړولو په اړه ابتدايې تړون ته رسيدلی او غواړي د يوې لسيزې جګړي ختمولو لپاره خبرې اترې پيل کړي.

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد په يوه بيان کې ويلي، دا سم وخت دی چې له نړيوالي ټولني سره د خبرو اترو د پيلولو لپاره له هيواد ه دباندي يو دفتر ولري. وياند زياتوي په خليجي هيواد کې د دفتر د خلاصولو لپاره يوه ابتدايي تړون ته رسيدلي دي.

لويديځ او افغان چارواکې په افغانستان کې د يوې لسيزي جګړې د خبرو اترو له لاري د ختمولو د هڅو په برخه کې د طالبانو دفتر ته د يوه مهم پرمختګ په سترګه ګوري.

ددغه دفتر د پرانستلو خبرې له تېر څه مودې څخه کېدو خو د افغان حکومت دریځ دا دی چې طالبان به دا دفتر د سیاسي هلوځلو لپاره نه کاروي.

او تېره میاشت چې کله ددغه د دفتر د جوړېدو خبرې تېزې شوې نو افغانستان په قطر کې خپل سفیر احتجاجا کابل ته وربللی چې د دوی د مشورې پرته د دفتر د جوړېدو خبرې کېږي.

په تېره ډیسمبر میاشت کې ، د امریکا مرستیال ولسمشر جو بایډن له نیوز ویک مجلې سره په یوې مرکې کې ویلي ول، که چېرې طالبان القاعده اورپکې شبکې ته پناه نه ورکوي نو بیا دوی د امریکايي ګټو لپاره خطر نه دی او دده په خبره چې طالبان یې دښمنان نه دي.

په کابل کې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي د خپلې وینا پر مهال ویلي ول، د امریکايي حکومت دې اعلان ډېر خوشاله کړی دی چې طالبان د دوی دښمنان نه دي.او دده په خبره چې دا به د افغانستان په سوله کې مرسته وکړي او هغه پلمې به له مینځه ولاړې شي چې په یوه نه بل نامه افغانان وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG