د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار: ځانمرګي برید ولسي وګړو ته مرګ ژوبله رسولې


د کندهاهر ځانمرګي برید ټپیان روغتون ته وړل شوي
د کندهاهر ځانمرګي برید ټپیان روغتون ته وړل شوي
سید شاه سقیم - کندهار

چارواکي وايي ځانمرګي بريد نن تر غرمې وروسته د کندهار په چوڼې سيمه کې د پوليسو په يو موټر شوى دى چې له امله يې تر اوسه پورې پېنځه تنه وژل شوي او پېنځلس نور ژوبل دي.

په وژلو شويو او ټپي شويو کسانو کې ماشومان هم شامل دي.

د خوشحال په نامه د پېښې يو تن شاهد وايي چې تر ځانمرګي بريد وروسته يې يو شمېر ټپيان د پېښې په ځاى کې ليدلي خو کره شمېره ورته نه ده مالومه شوې .

(( درب وشو موږ ورته را منډه کړه. بس مړي او ټپيان پراته وو خو شمېره نه يې مالومېده ، سرحدي او نور پوليسو هم دلته ګرځېدل. ))


د کندهار د امنيت امير رحمت الله اطرافي وايي چې بريد د چوڼۍ او اردو بازار سيمه کې د پوليسو په يوه پوسته شوى دى.

دى وايي په پېښه کې د دريو پوليسو په ګډون لس تنه عام وګړي ژوبل شوي او درې تنه وژل شوي دي.

دده په خبره د پېښې زيات قربان عام وګړي دي.
(( د ځانمرګي موټر پوليسو درولى وو خو ده تلاشي نه ورکوله او ځان يې والوزاوو ، تر اوسه پورې په پېښه کې اوو تنه عام وګړي او درې پوليس ټپيان دي او د يو پوليس په ګډون پکې درې تنه وژل شوي دي ))

خو د کندهآر د عآمي روغتيآ رييس عبدالقيوم پخلا بيا له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال په بريد د ټپي شويو کسانو شمېره پېنځلس او د ټپي شويو هغو پېنځه تنه ښيي .

(( موږ تر اوسه پورې په پېښه کې پېنځلس تنه ټپيان او پېنځه تنه وژل شوي لرو .، په وژلو شويو کسانو کې يو پوليسو او څلور عام وګړي او په پېنځلس تنو ژوبلو شويو کسانو کې درې پوليس او شپږ ماشومان هم شامل دي ))

تر اوسه پورې د پښې مسوليت کومې ډلې نه دى منلى.

په کندهار کې له څه مودې په ارام تېرولو وروسته دا تر ټولو غټه پېښه ده چې زيات مرګ ژوبله لري.
XS
SM
MD
LG