د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور او خیبر کې چاودنې ۴ ووژل شو ګڼ ژوبل




لومړی چاونه نن غرمه د پيښور پر ارباب روډ په يوه پلازه کې د انټرنيټ په کېفې کې شوې چې د چارواکو په وينا يو کس مړ او ديارلس ټپيان شوي دي. خو عيني شاهدين د ټپيانو شميره ۲۰ يادوي.

بلخوا د خيبر ايجنسی په لنډي کوتل بازار کې هم يوه بمي چاودنه شوې چې په کې درې کسان وژل شوي دي. چاودنه په باچاخان چوک کې د ليويز له اډې سره شوې.

په وژل شوو کې يو خاصدار، يو ليويز او يو عام کس شامل دی. د پيښور د چاودني وروسته له خبريالانو سره د خبرو پر وخت د صوبې د اطلاعاتو وزير ميان افتخار حسين وويل چې تر څو د امريکا، پاکستان او افغانستان تر مينځ غلط فهمی ختم نشي تر هغو به داډول پيښی روانې وي.

تر څو ترهګری په مکمله توګه نه وي ختمه شوي دا ډول پيښی به کېږي.د بامعنا خبرو اترو لپاره امريکا ، افغا نستان او پاکستان ته، او دا ډول د اورپکو لخوا هم يوه مذاکراتي ډله جوړيدل پکار ده نو بيا د يوې نتيجې د راوتلو امکان شته او که داسي نه وي نو بيا دي دري واړه هيوادونو خپلي غلط فهمياني ختم کړي او د ترهګرو پر ضد اغيزمن او منظمه کاروايي وکړي نو بيا د ترهګری ختمیدل ممکنه ده.

ميا افتخار زياته کړه چې دوی به د ترهګری پر ضد خپله مبارزه جاری ساتي.
XS
SM
MD
LG