د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لویدیځ کې سخت دریځي او له افغانستانه د بهرنو پوځونو وتل


د القاعده مشر ایمن الظواهیري
د القاعده مشر ایمن الظواهیري
امریکايي ورځپاڼه ً واشنګټن ټایمز ً په یوه مقاله کې لیکي چې په مېډرډ ، لندن او امریکا کې بریدکونکي په لویدیځ کې سخت دریځه کړل شوي وو او دې ته په کتلو سره داسې نه ښکاري چې هلته دي سخت دریځي داسې ژر ختمه کړل شي.
بل پلو یوه بله امریکايي ورځپاڼه ً کرسچن ساینس مونیټر ً بیا لیکي چې په ۲۰۱م کال کې له افغانستان څخه د وتلو د ولسمشر باراک اوباما د اعلان وجه دا وه چې په دې هیواد کې و ښې حکومت دارۍ ته ښه پاملرنه وشي.
زموږ همکار بوریوال کاکړ د دې دواړو مقالو غټ ټکي تاسو ته وړاندې کوي.
ورځپاڼه واشنګټن ټایمز لیکي که په ۲۰۰۴م کال کې په مېډرډ کې بریدونه دي ، که د ۲۰۰۵م کال د جولايي پر اوومه په لندن کې بریدونه دي او که د ۲۰۰۹م کال په سپټمبر کې د امریکا په نیویارک کې د بریدونو پلان دی ، د دې ټولو بریدونو ترسره کوونکي د اروپا په لویو ښارونو کې اوسېدلي وو ، هلته سخت دریځه جوړ کړل شوي وو او هم هلته یې تشدد ته مخه کړې وه.
ورځپاڼه لیکي ، په تېر کال کې په امریکا او بریتانیا کې له ترهګرۍ سره په تړاوو کې له نیونو څخه داسې ښکاري چې په لویدیځ کې به راپورته کېدونکې سخت دریځي ډېر ژر ختمه کړل شي.
ورځپاڼه پرمخ لیکي چې په نړۍ کې په هغو دلو کې زیاتوالی راغلی دی چې که څه هم ځله وېشل شوې دي خو په نظریاتو کې یو له بل سره تړلې دي.
د ورځپاڼې په لیکنه القاعدې ځان په دې ورستیو کې له دې ډلو سره تړلی او یو نا منظم نیټ ورک یې جوړ کړی دی چې په عربي ټاپو وزمه کې القاعده ، تحریک طالبان پاکستان ، لښکر طیبه ، الشباب ، په اسلامي لویدیځ کې القاعده او نور په کې شامل دي.
واشنګټن ټایمز زیاتوي چې په تېرو لسو کالو کې داسې څرګنده شوې ده چې هغه ډله وده کوي چې په ۲۰۰۱ لومړي کال کې یې پر امریکا بریدونه ترسره کړل. د هغوی غړي او د هغوی پلویان یوازې دې ته نه دي ناست چې ووژل شي.
هغوی اوس دا زده کړي دي چې څنګه ځان وژغوري او د یمن ، سومالیا او شمالي افریقا په شان پټنځایونو ته ولاړ شي. ورځپاڼه لیکي چې په بهرنیو هیوادونو کې له القاعده سره تړلي ګواښونه بڼه لري خو له منځه نه دي وړل شوي.
د روځپاڼې په لیکنه د دې پر ضد د جګړې کولو او له منځه وړلو ته به د هوښیارۍ ، ژمنتیا ، وسایلو او قوت لرلو اړتیا وي.
بل پلو امریکايي ورځپاڼه ً کرسچن ساینس مونیټر ً بیا لیکي چې په ۲۰۱م کال کې له افغانستان څخه د وتلو د ولسمشر باراک اوباما د اعلان وجه دا وه چې په دې هیواد کې و ښې حکومت دارۍ ته ښه پاملرنه وشي.
خو دا نېټه داسې ښکارېده چې له کابل څخه دباندې خلکو یانې د طالبانو او امریکایانو لپاره ډېره مهمه وه. طالبانو د امن په خبرو کې بیخي لږ بېړه ښودلې ده او یقیناً دې ته اټکل کوي چې دوی دې ته اړتیا لري چې تر ۲۰۱۴م کاله انتظار وکړي کله چې به امریکا د هغوی په خبره له افغانستان څخه ووزي.
ورځپاڼه زیاتوي چې اوس په امریکا کې د دې فکر له مخې چې هسې ځان ځني خلاس کړي ، د جګړې د رالنډولو موضوع قوت له لاسه ورکړی دی . او اوس افغانستان د هغې جګړې بڼه خپله کړېده چې ډېرې غاړې په کې ښکېلې وي.
د ورځپاڼې په لیکنه دا جګړه له هغه وروسته پیل شوه چې په ۲۰۰۱ لومړي کال کې په امریکا کې بریدونه وشو. له هغه وروسته نه طالبانو د القاعده له مشر اسامه بن لادن څخه په سم دستي توګه لاس ونه خیستلای شو او نه هم امریکا هغه د تېر کال د مۍ تر دویمې نېټې وړاندې پیدا کړای شو. او آن تر دې چې د هغه وژلو هم دې جګړې ته د پای ټکې کښې نه ښودلای شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG