د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لانجمن لیک د قضايي جرګګۍ غونډه وځنډېدلې


په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حین حقاني
په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر حین حقاني
ریاض ګل - اسلام آباد

د لانجمن لیک په اړه د قضايي جرګګۍ غونډه د روانې مياشتې تر نهمې جنورۍ پورې ځنډول شويده.

د کميشن غونډه نن په اسلام اباد های کورټ کې د بلوچستان های کورټ د مشر قاضي فائز عيسیٰ په مشرۍ کې وشوه.

پر دې مهال لوی څارنوال (اټارني جنرل)، د بهرنو چارو سیکرېټري او د کابينې ډويژن سکرېټري موجود وو.خو د حسين حقاني وکيلې عاصمه جهانګير لا د وړاندې په کمیشن بد اعتمادي ښکاره کړې وه او ويلي یې وو چې هغه به پر وړاندې ځکه نه پيشېږي چې هغوی له مخکې نتيجه ټاکلې ده.

د کمشن د مشر قاضي فائز عيسیٰ د يوتپوس په ځواب کې د خارجه چارو د سیکرېټري وينا وه چې د حسين حقاني خلاف هيڅ قسمه محکمانه کاروایي نه ده شوې.

قاضي فائز عيسیٰ اټارني جنرل ته په راتلونکې پيشۍ د آی ايس آی د مشر او حسين حقاني پخپله يا د هغوي د وکيلانو د حاضري يقيني جوړولو حکم هم ورکړو. او دا هم چې د حسين حقاني او منصور اعجاز ترمنځ د موبائيل او بريښناليک له لارې د شویو رابطو تفصيل دې هم وړاندې کړي.

له مشال ريډيو سره په خبرو کې د سپريم کورټ بار پخواني مشر او وکيل قاضي انور وويل، چې قضايي جرګګۍ پلټنه کوي چې آيا رښتيا هم حسين حقاني منصور اعجاز ته لیک ليکلې وو که نه.
نوموړي د سپريم کورټ په فيصله د عاصمه جهانګير لخوا په اعتراضاتو هم خفګان ښکاره کړو او ویې ويل چې هيچا سره دا اختيار نشته چې عدالت ته بد رد ووایي.

دغه شان د سياسي چارو تجزيه کار او پوهاند حسن عسکري وايي دا لا نه ده جوته چې لیک چا ليکلې وو خو بيا هم منصور اعجاز په خپل ځواب کې د حسين حقاني نوم اخستی، نو دا به د کمیشن په پلټنو او دهغې روستو د سپريم کورټ په فيصله کې پته لګي.

ياده دې وي چې د سپريم کورټ نهه کسیزه جرګګۍ د دسمبر په ديرشمه نيټه د لانجه من لیک په ضد ټول درخواستونه د اوريدنې لپاره منظور کړي وو او د دې د پلټنو لپاره یې درې کسیزه جرګګۍ هم جوړه کړېده.

دا کمشن به په يوه مياشت کې خپل رپورټ سپريم کورټ ته وړاندې کوي.
XS
SM
MD
LG