د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان تګلاره دې د پښتنو له ګټو سره سم واړول شي


د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي مشر افراسیاب خټک
د عوامي نېشنل پارټۍ صوبايي مشر افراسیاب خټک

عوامي نیشنل پارټۍ د پاکستان پر وفاقي حکومت غږ کړی دی چې د افغانستان په اړه دې خپله پالیسي داسې جوړه کړي چې د پښتنو ګټې دې په پام کې وساتل شي.

د یکشنبې پر ورځ، د پېښور په نښتر هال کې د قبایلي سیمو د یوې جرګې پر مهال د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر افراسیاب خټک وویل، تر هغې سوله نشي راتللای چې پاکستان په افغانستان کې د ستراتیژيکي ژورتیا تګلاره نه وي پريښې: ((تاسو د جنګ پر لاره روان واست ،تاسو نن وګوری افغانستان هم دې جګړې تباه وبرباد کو ، پاکستان هم هغه جنګ تباه کو،قبایل هم هغه جنګ تباه کړيدي.ټولې خرابۍ هغه د ضیا‌ءالحق په وخت کې چې کومه افغان پالیسي جوړه شوې وه له هغې راولاړې شوې دي او له بدمرغه موږ اوس هم له هغې پالیسۍ څخه نه یو راوتلي،هغه غلطه افغان پالیسي ده.دا خبره مو باید په پام کې وي چې کله افغان پالیسي جوړه وی چیرته دا خبره مو په ‌ذهن کې نه کښېنوی چې د پښتنو مفاد بیل دی او ستاسو هغه بیل دی.او که دا خبره راغله ګوری ددې خبرې به ډېر سنګین اثرات وي.تاسو چې پالیسي جوړه وی د پښتنو ګټې په نظر کې وساتی.))

افراسیاب خټک وویل چې عوامي نېشنل پارټۍ په قبایلو کې ډېرې لویې قربانۍ ورکړېدي،او د هم هغو سرشیندنو له وجې د امن پر لوري پرمختګ روان دی:((زه به د فضل حمید داوړ شهید خبره وکړم،هغه چې کله ترهګرو ونیولی نو ورته یې ویلي وو چې ته تش یو پريس کانفرنس وکړه او دا ووایه چې نور زه په اې این پي کې نه یم موږ تا خوشی کوو.هغه ورته ویلي وو چې دوه خبرې نشم بدلولی،یو دین نشم بدلولای او بله پارټي نشم بدلولای.))

جرګې ته د وینا پر مهال د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین وویل، چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی نو په قبایلي سیمو کې سوله نشي راتللای.

د خپلې وینا پر مهال قبایلي مشر او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوال لطیف اپریدي وويل، قبایلي سیمې دې خیبر پښتونخوا کې ورګډې کړل شي. غونډې ته له قبایلو راغلو مشرانو هم وینا ګانې وکړې او د ایف سي آر د قانون د ختمولو غوښتنه یې وکړه. عوامي نیشنل ګوند ۲۰۱۲ز کال د قبایلي سیمو د کال په توګه ونوماوه او له فېډرالي حکومته یې غوښتنه وکړه چې د قبایلو د پرمختګ لپاره دې لږ تر لږه ۱۰۰ اربه پاکستانۍ روپۍ اعلان کړل شي.

د باجوړ اجنسۍ یوه قبایلي مشر شیخ جانزاده هم دې جرګې ته په خپله وینا کې وویل چې هغو د ایف سي آر د تور قانون ختمولو غوښتنه کوي.دی وايي ((موږ په ایف سي آر کې د ترمیم طرفدار نه یو بلکې ددې پوره خاتمه غواړو.دی وايي قبایلي سیمې له انتظامي او جفرافیايي پلوه د خیبر پښتونخوا برخه ده او پکار ده چې دواړه سره یوځای شي.دی زیاتوي باجوړ له دیره نشي جدا کېدای،مهمند اېجنسي له چارسدې نه شي بېلېدای.خیبر له پېښور سره د نوک او اوورۍ غوندې پیوند دی.او همداسې تر وزیرستان وطن ټول سره پیلی دی ،او دا له وخته راهسیې د قبایلي ولس غوښتنه ده چې د خیبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ او حکومت کې د قبایلي ولس ته نمایندګي ورکړل شي.))

افراسیاب خټک په خپلو خبرو کې وویل چې تر څو پورې د فاټا مسله نه وي حل شوې په پاکستان کې د جمهوریت مسله نه شي حل کېدای.فاټا د پاکستان دولت(سټېټ) ته سمه راغلې نه ده.په سټېټ کې درې ادارې وي،مقننه،انتظامییه او عدلییه،خو په فاټا کې یوازې یوه اداره انتظامییه کار کوي نو دوې نشته.او تر هغو پورې به مزل کوو چې دا دوې نورې ادارې هم ورته راوړو.

په جرګه کې د قبایلي سیمو زیاتره براخولو دا غوښتل چې فاټا دې د خیبر پښتونخوا صوبې برخه شي او بیا ډېر امکان دی چې هلته امن هم راشي.
XS
SM
MD
LG