د لاسرسي ځای

په پاکستان کې چارواکي وايي، درې ایراني سرحدي ساتونکي یې هغه مهال نیولي چې دوی په مبینه ډول د پاکستان خاورې ته ننوتل او هلته یې پر یوه موټر ډزې وکړې او یو پاکستانی یې وواژه.

په بلوچستان کې یوه چارواکي سعید احمد جمالي ویلي، درې واړه یې خپلې خاورې ته د ننوتو او بیا هلته د یوه پاکستاني د وژنې په تور نیولي او له ځانه سره یې ساتلي دي.

د اطلاعاتو تر مخې دا ایرانیان د پاکستان د خاورې دننه تر درې کیلومیټره د مزان سر ماشخېل سیمې ته ننوتي ول او دوی یوه ګاډي پسې روان ول. په اسلام اباد کې د ایران د سفارت چارواکو تر اوسه څه نه دي ویلي.

په تېر مهال کې ایران پر اسلامپاله سخت دریځې سوني ډلې جند الله تور پورې کړی دی چې په هیواد کې یې بریدونه کوي. جند الله وايي، په ایران کې د شیعه واکمنۍ پر ضد جنګېږي چې د افغانستان و پاکستان پر پوله په پروت سیستان بلوچستان ولایت کې د بلوڅانو حقونه تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG