د لاسرسي ځای

تازه خبر

شين چاى


بازمحمد عابد مشال ريډيو


جلال اباد: په افغاني ټولنه کې شنې چاى داسې يو دود دى چې له وړو نيولې تر زړو پورې نر او ښځې يې شپه و ورځ څو څو وارې څښي.

شين چاى ته په پيښور کې کاوه وايي چې بوره په جوش اوبو کې ايشوي او بيا ورته د شنو چايو پاڼې وراچوي، خو په افغانستان کې ورته يوازې اوبه ايشول کيږي اوپاڼې په کې اچول کيږي چې ځينې خلک يې تريخ او ځينې يې له ګوړې او يا هم له چاکليټو يا ټاپيانو سره څښي.

شين چاى د افغانستان له کليو، بانډو، ديرو او حجرو نيولې تر ښارونو او دفترونو پورې زيات رواج موندلى دى.

اختر ګلاب چې د ننګرهار د کامې ولسوالى اوسيدونکي دى وايي چې ديره يې د لاره په سر ده او هر وخت په کې د شنو چايو پريماني وي. دى زياتوي چې هر لاروي چې په لاره تيريږي نو دى ورته د چايو ست کوي او ډيرې اشنايانې يې د چايو له برکته جوړي شوي دي.

د بهسودو ولسوالى د ثمرخيلو کلي جان محمد چې په هر غم ښادى کې د سماوات تر شاه د چايو په جوړولو بوخت وي، وايي چې خان او غريب ته نه ګوري، خو په غم او ښادى کې يې د چايو خدمت ته ملا تړلي وي. دى زياتوي چې شين چاى ستړيا له منځه وړي او کله چې هم چا ته چاى تياروي، دى ترينه ډير مزه اخلي.

ګلاب خان چې د پښتونخوا د چارسدې سره تعلق لري او د روزګار په سلسله کې په جلال اباد کې ديره دى وايي چې شنې کاوه چاى يې خوښوي او هغه هم چې د رځړو ميټايي ورسره وي. دى زياتوي چې په جلال آباد کې شنې تريخ چاى رواج دى چې اوس ورسره دى هم لږ لږ عادت شوى دى.

د کونړ يو تن اوسيدونکي احمد سمير وايي چې شنې چاى يې دومره خوښې دي، چې که له ډوډى وروسته يې ونه څښي نو ډوډى يې له مرى نه ښکته کيږي.

ياده دې وي چې شاه وخوا يو نيم سل کاله پخوا به په افغانستان کې د لاچي ونو پاڼې خلکو جوش اوبو ته اچولې او خپله تنده به يې پرې سړوله. خو د امير شيرعلي خان په واکمنى د لومړي ځل له پاره ځينې افغاني سوداګرو له هندوستانه شنې چاى افغانستان ته راوړې چې بيا وروسته له چين، کينيا، انډونيشيا او اوس له برازيل څخه پريمانه شين چاى راوړل کيږي.
XS
SM
MD
LG