د لاسرسي ځای

امریکا د پاکستان مرستې کنګل کړې


دامریکا ولس مشر بارک اوباما

دامریکا ولس مشر بارک اوباما

رویټرزاژانس لیکي دامریکا ولس مشر بارک اوباما دخپل هیواد د فاعي بودیجې هغه بل لاس لیک کړی چې ترمخه یې په پاکستان د اعلان شویو اته سوه او پنځوس ملیونو ډالرو نه شپیته په سلو کې کمیږي. دابل د امریکا کانګرس په تیر دسمبر میاشت کې منظور کړی و چې د ولس مشر دلاس لیک نه پس د قانون برخه وګرځیدلو.

اژانس لیکي د امریکې د کانګرس غړي انګیري په افغانستان کې په اکثرو بمي چاودنو کې چې دامریکې سرتیري مري ، ددغو بمونو د جوړولو لپاره سره او کیمیاوي مواد د پاکستان نه افغانستان ته قاچاقیږي.

رویټرز اژانس لیکي د امریکا ولس مشر بارک اوباما دابل په داسې حال کې لاس لیک کړی چې ګڼل کیده په داسې کولو سره به دترهګرۍ خلاف په جنګ کې د امریکې مبارزه ټکنۍ شي.

اژانس لیکي دپاکستان سره به امریکا ترهغې دغه مرستې ځنډوي چې ورته دا باور نه وي ورکړل شوی چې دوی دبمونو په جوړولو کې داستعمالیدونکو سرو او نور کیمیاوي موادو افغانستان ته د قاچاق مخ نیوی کړی دی.

رایټرزلیکي دامریکا ولس مشر بارک اوباما ویلي دیاد شوي بل لاس لیکول دامانا نه لري چې دی د بل د ټولو مادو سره اتفاق لري ، چې ښايي اشاره به یې د ګوانتا نامو نه د بندیانو د لیږدلو، دکیوبا دحالاتو او د روسیې سره ددفاعي میزایلو په اړه د معلوماتو د شریکولو نه وړاندې دکانګرس خبرولو په اړه وه.

-----------------

بل پلو فرانس پریس اژانس په یو راپور کې لیکي اوس مهال چې افغانستان ته خلک سفر کوي نو دطالبانو نه د ځان د خلاصولو لپاره دعجیبه تکتیکونو نه کار اخلي چې ورکې د ګیرو پرېښودل ، په رنجو سترګې تورول اوپه مبایلونو کې د جهادي زنګونو استعمالول شامل دي.

اژانس لیکي دافغانستان دښارونو ترمنځ په موټرونو کې سفر کول اسان نه وي ، ځکه چې د سرک د غاړې بمي چاودنې رامنځ ته کیدای شي او وسله وال کسان خلک له ګاډو راکوزولی شي.

داژآنس په حواله هغه کسان چې په انګلیسي لیکلي اسناد ، ډالري بلونه او یا هم په موبایلونو کې د خارجیانو نومرې لري امکان لري څوک یې راکوز کړي ویې وهي او یا یې هم ووژني.

فرانس پریس اژانس ته په لویو لارو سفر کونکو ویلي دوی ددې لپاره ددغو تکتیکونو نه کار اخلي چې ګیني دوی د طالبانو سره خواخوږي لري او یا یې هم خوښیږي خو دوی دا کار ځکه کوي چې ځان د خطر نه وژغوري.

فرانس پریس اژانس لیکي په لویو لارو سفر کونکي خلک په خپلو موبایلونو کې جهادي زنګونه اچوي او له دې امله د رینګ ټونونو یا د ټیلي فونونو د زنګونو د پلورونکو کارو بار هم ورسره زیات شوی، دګاډو د اډو ترڅنګ د موبایلونو د زنګونو وړې هټۍ ګانې لیدل کیږي چې دیو ډالر په بیه په موبایل کې خلکو ته لس جهادي زنګونه ور اچوي. او په دې کې اکثره خلک هغو ترانو ته ډیر اهمیت ورکوي چې ورکې دځان مرګو بریدکونکو ستاینه شوي وي.

اژانس لیکي کله ناکله افغان امنیتي ځواکونه هټۍ وال نیسي او د داډول جهادي ترانو او موبایل زنګونو د غږولو او خرڅولو نه یې منع کوي هم خو داسې ښکاري لکه هغوی هم چې د خلکو په ستونزه خبر شوي وي چې یوازې د ځان د تحفظ لپاره دا ډول ترانې خپلو موبایلونو ته خیژوي نو ځکه پرې ډیر غم غرض نه لري.
XS
SM
MD
LG