د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ۲۰۱۱م کال مهمې پېښې


په کابل کې د عاشورې پر مراسمو د ځانمرګي بمي وروسته ولسمشر حامد کرزی په یوه روغتون کې د یوې زخمي ماشومې پر سر لاس تېروي
په کابل کې د عاشورې پر مراسمو د ځانمرګي بمي وروسته ولسمشر حامد کرزی په یوه روغتون کې د یوې زخمي ماشومې پر سر لاس تېروي

په ۲۰۱۱م کال په افغانستان کې لویې پېښې چې د نړۍ په خبري سرټکو کې یې ځای نیولی وو.


دسولې عالي شورا پلاوی پاکستان ته ولاړ


د سولې اعلي شورا د مشر استاد برهان الدین رباني په مشری یو پلاوی پاکستان ته ولاړ
د سولې اعلي شورا د مشر استاد برهان الدین رباني په مشری یو پلاوی پاکستان ته ولاړ

د جنورۍ پر څلورمه نېټه د افغانستان د سولې عالي شورا ریس استاد برهان الدین رباني د پاکستان په څلور ورځني سفر پاکستان ته ولاړ او هلته یې په اسلام آباد کې له وزیراعظم سید یوسف رضا ګیلاني سره پر سیمه ییز امنیت او استحکام خبرې اترې وکړې.د سولې عالي شورا هڅه کوي چې د افغان ملي پخلاینې له لارې په جګړه کې ښکېل وسلوال طالبان د خبرواترو بهیر ته رامات کړي او په دې لړ کې له پاکستانه د همکارۍ غوښتنه کوي.

جلال اباد ځان مرګي برید نژدې ۴۰ تنه ووژل

د جلال آباد پر کابل بان ک د برید پرمهال یو پلستکی هلک په وینو لړلی دی
د جلال آباد پر کابل بان ک د برید پرمهال یو پلستکی هلک په وینو لړلی دی
د فبرورۍ په نولسمه نېټه د جلال اباد ښار په کابل کې ګهیځ مهال ځانمرګو وسلوالو طالبانو پر کابل بانک یرغل وکړ او پر خلکو یې بې درېغه ډزې پیل کړې.دوو ځانمرګو بمي چاودنو او ډزو کې ځه باندې ۴۰ کسان ووژل شول او په لسګونه نور یې ژوبل کړل.

د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل: نا معلومو وسله والو لومړى د بانک ساتونکي ووژل او وروسته يې بانک کې پر عامو خلکو د ډز ې وکړې او لاسي بمونه وغورځول.

طالب وياند زبيح الله مجاهد ددغه برید پړه پر غاړه واخیسته.

د يادونې وړ ده چې په تېرو نهه کالو کې د جلال اباد ښاريان له داسې درنې پېښې سره نه وو مخ شوي.

مزارشریف : د یوناما ۸ تنه کارکوونکي ووژل

د اپرېل پر لومړۍ نېټه د جمعې په ورځ په مزارشریف کې هغه مهال دولس تنه ووژل شول، چې پاریدلو مظاهره چیانو په دې ښار کې د یوناما پر دفتر یرغل وروړ.دا مظاهرې د امریکا په یوه کلیسا کې د قران پاک پر سوځولو د اعتراض په توګه راپورته شوې وې. افغان ولسمشر حامد کرزي د بهرنیانو وژنه په کلکه غندلې ده او دا یې د اسلام او افغاني دودونو خلاف کار بلل دی.

د بلخ ولایت چارواکي وايي، د جمعې په ورځ پاریدلو مظاهره چیانو په مزارشریف کې د ملګرو ملتونو پر دفتر یرغل وروړ، چې په کې اته تنه بهرنیان او څلورتنه افغانان ووژل شول.

جنرال داود داود ووژل شو


جنرال داود داود
جنرال داود داود
د مې په ۲۸ نېټه د ۳۰۳ پامیر زون قومندان جنرال داؤد داؤد او د تخار د امنیې قومندان شاه جهان نوري له ځینو نورو کسانو سره یو ځای په یوه څانمرګي برید کې ووژل شو.
دا چاودنه د ولایت په ماڼۍ کې دننه وشوه، چې د تخار والي او جګپوړي امنیتي چارواکي په یوه مهمه امنیتي غونډه کې ناست وو.

پر کابل انټر کانټینېنټل هوټل برید

د کابل انټرکنټینېنټل هوټل
د کابل انټرکنټینېنټل هوټل

د جون ۲۸ مه نېټه :د کابل په انټر کانټیننټل هوټل د وسالو مخالیفینو په برید کې ویل کېږي د پاکستان په قبایلي سیمه وزیرستان کې ټینګ سنګرونه لري د شپږ تنه برید ګرو په ګډون څه نا څه لس تنه ووژل شول.

افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي، چې په انټر کانټیننټل هوټل د وسلوالو مخالفینو د حملې هدف یې چې غوښتل یې په دغه هوټل کې موجود جګپوړي چارواکي یرغمل کړي، شنډ کړی دی.

د یو شمیر وسلوالو ځان وژونکو حمله کوونکو له خوا دغه حمله د شپې شاوخوا لس بجې پیل شوه او د سهار تر لمر خاته پورې یې دوام وکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو ویلي وو په دې حمله کې ټول نهه تنه حمله کوونکي او لس ملکي کسان وژل شوي او دیارلس نور کسان ټپیان شوي وو.او په وژل شویو کسانو کې دوه پولیس، اوه ملکي افغانان او یو هسپانوی وګړی وو.
وسلوالو طالبانو د دې حملې مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.


د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزی ووژل شو


احمد ولي کرزی
احمد ولي کرزی
​دجولايي ۱۲مه نېټه : د کندهار د ولایتي شورا مشر او د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي ورور احمد ولی کرزی، په خپل کور کې د یوه کس له خوا ووژل شو،نوموړی په خپل کور کې د هغه د یوه پخواني ساتونکي لخوا په ډزو ووژل شو.د چارواکو په وینا دغه وسله وال کس سردار محمد نومېده.



څه نا څه درې میلینه افغانان خوړو ته اړتیا لري

۱۳م د جولايي: د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی وو چې په افغانستان کې د سختې وچکالۍ له لاسه له دوو نه تر درو میلیونه پورې افغانان خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

دوی ویلي وو چې د نه ورښت له کبله د افغانستان کرهڼه او پتېره د غنمو فصل سخت زیانمن شوی چې د افغانستان د کرهڼې او مالدارۍ وزارت په خبره د تېر کال په پرتله ورته ۲۸ فیصده زیان رسېدلی دی.

امریکايي چینوک نسکور ۳۸ ووژل شو

امریکايي چینوک هیلي کوپټر
امریکايي چینوک هیلي کوپټر
د اګست پر شپږمه نېټه په وردګ ولایت کې د وسلوالو مخالیفینو په برید کې امریکايي چینوک هیلي کوپتر راغورځول شو چې پکې اوه تنه افغان سربازان او ۳۱ امریکايي عسکر ووژل شول.دا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړې پر مهال په یک یوازې پېښه کې د وزل شویو امریکایی سرتېرو تر ټولو لویه شمېره بلل کېږي.




د سولې د عالي شورا مشر برهان الدین رباني ووژل شو

استاد برهان الدین رباني
استاد برهان الدین رباني

د سپټمبر ۲۰ مه نېټه : د افغانستان د سولې عالي شورا ریس استاد برهان الدین رباني د یوه ځانمرګي طالب په برید کې ووژل شو.دراپورونو له مخې بریدګر د یو طالب چارواکي په بڼه ، چې له رباني سره د ملي پخلاینې په باب خبرې وکړي د افغان چارواکو لخوا د هغه کور ته بیول شوي وو.

د استاد رباني کور ته تللي دغه کس خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد هغه مهال والوزول، چې له رباني سره روغبړ ته ورنږدې شو.
لویه جرګه

د نومبر پر ۱۶ مه نېټه په کابل کې دودیزه لویه جرګه وشوه چې پکې د افغانستان له لروبر څخه څه باندې ۲۰۰۰ مخورو کسانو په کې برخه واخیسته.دوی له امریکا سره د تړون پر سند او د سولې په برخه کې د افغان دولت پر دریځ بحثونه وکړل او خپلې سپارښتنې یې وړاندې کړې.

ولسمشر حامد کرزي لویې جرګې ته په خپله پرانسیتونکې وینا کې ومنله ، چې له امریکا سره په ستراتیژیک سند کې هغوې ترې په افغانستان کې د پوځي اسانتیاو یا تنصیباتو غوښتنه کړې او په دې برخه کې یې د افغان دولت شرایط په ډاګه کړل.

نوموړي دغه سند د خپل هیواد په ګټه وباله ،شرایط مو دا دي، چې امریکا او ناټو دې په افغانستان کې د افغانستان د خلکو د کورونو تلاشي پرېږدي، موږ پر خپلو کورونو د شپې عملیات نه منو، قطعاً یې نه منو، په افغانستان کې د افغان ادارو سره د خارجیانو موازي ادارې نه منو. افغانستان پوهیږي او حکومت یې پوهیږي.″

د لویې جرګې تر پیلېدو دوه ورځې مخکې وسلوالو طالبانو دړکه ورکړې چې د جرګې په برخوالو به بریدونه کوي.

بون کانفرنس

د بون کنفرانس ګډونوال
د بون کنفرانس ګډونوال
د ډسبمر په پینځمه نېټه د جرمني په بون ښار کې د افغانستان په اړه نړۍ وال کانفرنس پیل شو چې پکې شاؤخوا له سلو نه زيات هيوادونه او د نړيوالو سازمانونو استازي برخه لري.په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د سولې او امنييت په چارو خبري کيږي، چې نړۍ واله ټولنه به يو واري بيا د يوې اوږدې مودې لپاره ددغه هيواد سره د خپلو همکاريو ژمنې تازه کړي.
افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د بون غونډي ته په خپله وینا کې وویل،
ًموږ به هغه ټول بدلونونه سر ته رسوو، چې موږ یې ژمنه کړېده. او د افغانستان ادارې به جوړوو، چې د دغه هیواد لپاره ډیرې ضروري دي ، او د یو داسې امن لپاره کار کوو، چې دا به افغاني وي او افغانان به یی مشري کوي، چې دا به په حقیقي معنو کې هیواد مضبوطوي ، چې په دغه ټوله سیمه کې امن او ثبات راولي. ً

د ملګرو ملتونو سیکرتري جنرل بانکې مون په دغه غوڼده کې ویلي، چی د افغانستان بيا رغونه به سخته او ستونز منه وي، او زیاتوي ملګري ملتونه به ددغه هيواد په بيا ودانولو کې خپل رول لوبوي .
بانکې مون په کانفرنس کي د پاکستان د نه ګډون په اړه وویل چې ښه به دا وه چي پاکستان په دې کانفرنس کې ګډون کړی وای ، او ټينګار يي وکړو چي په افغانستان کې امن او ثبات هله ټينګېدای شي، چي ګاونډيان يي ملاتړ وکړي.پاکستان د نیټو لخوا د هوايي بريد له وجې د بون د ننۍ غونډی نه بايکاټ کړی دی.

کابل: ځانمرګي برید ګڼ کسان ووژل

د کابل ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو تصویرونه اخیستل شوي
د کابل ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو تصویرونه اخیستل شوي
د ډسمبر په ۶ مه نېټه په کابل ښار کې د عاشورې په مراسمو کې له ځان وژونکي بریده د ښځو او ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۵ تنه ووژل شول او تر ۱۹۰ زیات ټپیان شول.د دې حملې مسوولیت په پاکستان کې میشت لښکرې جنګوي ومانه.

دې پیښې افغان حکومت اوعام افغانان ډیر سخت راوپارول او ان ولسمشر کرزي لندن ته خپل سفر وځنډاوه او له جرمني بیرته کابل ته ستون شو.نوموړي د ځانوژونکي برید په پېښه کې د ټپیانو د لیدنې پر مهال له خبریالانو سره په خبرو کې پاکستان مېشته تندلارې ډله لښکرې جنګوي د بریدونو ذمه واره وګڼله.او ویې ویل، چې دا یوه ډېره جدي مسله ده او په هر قیمت به یې پلټنه کوي.د هغه په خبره په دې برخه کې به هیڅ ډول بې پروایي نه کیږي.

په کابل او مزار شريف ښار کې د بريدونو پړه اخستونکې ډله لښکرې جنګوی العالمي په اړه شکونو هم راپورته شوي چې دا ډله د لښکرې جنګوی نه جدا شوې او په افغانستان کې بريدونه کوي.

اي پی خبري اژانس دپاکستان د بهرنو چارو وزارت ویاند عبدل باسط حواله ورکړې چې وايي، پاکستان به افغانستان ته د بريد کونکې ډلې په اړه د معلوماتو ورکولو وائي. دي وائي د پاکستان ولس په دي سخت وخت کې له افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ دي.
XS
SM
MD
LG