سید شاه سقیم – کندهار
د کندهار د ملي امنيت کارکوونکي وايي چې د پلټنو پر مهال يې د وسله والو يوه پېنځه کسيزه ډله نيولې ده چې په کورنيو او بهرنيو سرتېرو په بريدونو سربېره يې قومي مشرآن او عام وګړي هم وژلي دي .
د ملي امنيت کارکوونکي وايي چې په نيولو شويو کسانو کې هغه کس هم شامل دى چې دوه کاله وړاندې يې د کندهار او هرات تر مېنځ پر غزېدلې لاره له يو درې سوه درې ډوله موټر څخه څلوېښت تنه افغانان ځوانان چې د مزدوري د پاره ايران ته روان وو کښته کړي او وژلي وو.
د څلوېښتو مسافرو د وژونکيو له ډلې نيول شوي بشير احمد له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال وويل چې د مولوي بصير په نامه د دوى يو قومندان مسافر کسان له موټر څخه کښته کړي وو او بيا يې د وژلو لپاره پر دوى ووېشل .
(( موږ ته چې مولوي بصير ټليفون را وکړ نو تر څه وخته پورې چې موږ ور رسېدو دوى سره ويشلې وي موږ ته يې دوه تنه راکړل . دوى ويل چې ټول څلوېښت تنه دي . موږ هغوى را په مخه کړل او د بند تېمور په سيمه کې مو په يوه شېله کې ووژل ))
د دولت مخالفو وسله والو طالبانو هغه مهال ويلي وو چې په موټر کې سپاره کسان يې ځکه وژلي چې د ملي اردو په ليکو کې يې کار کاوو خو دولتي چارواکيو بيا وژل شوي کسان د لغمان ولايت اوسېدونکي مسافر وښودل چې ايران ته په مزدورۍ پسې تلل.
د وژلو شويو مزدورانو قاتل وايي جې په دې سربېره يې د خپل قومندان په امر قومي مشران او يو تن اينجينير هم وژلي دي .
(( يو وار مولوي بصير راته وويل چې د محمد ګل په نامه د ساکزو د قوم يو مشر به تاسي وژنئ موږ هم وواژه ، بيا يې راته وويل چې يو دغه يو انجينير موږ تر نظر ايستلى دى . دا هم ووژني موږ هغه هم وواژه . بيا راته د نورزو د قوم مشر خيرو را وښود موږ هغه هم وواژه . اوس زه له دولت څخه هيله کوم چې ما وبخښي چې خپلو بچيانو ته لاړ شم. ))
د نيولو شويو کسانو له ډلې پاتې کسانو يې هم خبريالانو ته د خبرو پر مهال وويل چې له ډېرې مودې راهسې يې په کندهار کې پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو بريدونه کول او د سړک پر غاړو به يې ماينونه ځاى پر ځاى کول.
د ملي امنيت د رياست کارکوونکي وايي چې له نيولو شويو کسانو سره يې سپکې او درنې وسلې ، چاودېدونکي توکي ، امونيم نايټريټ ، او د تېزابو پاشلو يوه اله هم نيولې ده.
دوى اونۍ وړاندې هم په په کندهار کې د ملي امنيت کارکوونکيو د وسله والو يوه پېنځه کسيزه ډله نيولې وه چې هغوى هم ومنله چې په کندهار کې به يې خلک وژل او ګډوډي به يې جوړله .