د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ګردېز خرابه لار او د مسافرانو ګیلې


په واورو کې پر خټلنو لارو سفرونه تل له ستونزو ډک وي
په واورو کې پر خټلنو لارو سفرونه تل له ستونزو ډک وي
نقیب الله متونوال - خوست

د خوست او پکتيا او سيدونکي وايي ، چې د خوست ګردېز په لویه لار کابل او ميرانشاه ته تګ راتګ کوي او د واورو ، بارانونو پر وخت له سختو ستونزو سره مخامخ وي.

دخوست والي عبدالجبار نعيمي وايي، چې د (USAID) او همدارنګه د امريکايي پوځي چارواکو سره د دې لارې د جوړيدو په مسله غږيدلي او ژمنه يې ور سره کړې، چې ډير ژر به يې له کومې بلې کمپنۍ سره قرارداد، او کار پيل کړي.

د خوست-ګردېز تر منځ نږدې ١٠٠ کيلومتره غځېدلى سړک، چې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا په له ١٠٠ ميليونو زيات ډالرو مالي لګښت جوړيږي؛ شاوخوا درې نيم کاله مخکې د (L.B.G) په نوم يوې مشاورې کمپنۍ سره يې د جوړولو چارې د (B.S.C) په نوم يوه هندي شرکت ته ورکړل شوې خو وروسته له دې چې نيمايي سړک جوړ شو د نامعلوم لامل له مخې ورسره قرارداد لغوه شو اوسږ کال يې چارې د يو بل قرارداد له مخې درېيو افغاني شرکتونو له خوا پيل شوې، خو له هغوى سره هم د ناڅرګند لامل له امله دا قرارداد لغوه شو.

د پکتيا د ټولګټو چارو رييس انجنير عبدالله دراني هم وايي، چې د امريکا د پرمختيايي ادارېUSAID) ) او د سړک جوړوونکي کمپنۍ (L.B.G) تر منځ شوى قرارداد لغوه شوی خو، نوى قرارداد به له روان ژمي څخه وروسته په راتلونکي نوي لمريز کال کې له يوې بلې د سړک جوړونې کمپنۍ سره کېږي.

نوموړى زياتوي ،مرستندويه ادارې (USAID) ډاډ راکړی، چې د خوست-ګردېز لارې جوړولو ته بوديجه لرو او له بلې کمپنۍ سره به قرارداد کوو او دا لار به خامخا جوړوو.٬٬

د يادونې ده، چې په ٢٠٠٩ کال کې د قراردادي کمپنيو له خوا د ١٨ مياشتو په موده کې د خوست- پکتيا تر منځ د غځېدلي دې سړک د بشپړېدو ٦٠ سلنه چارې بشپړې شوې هم دي خو، د هغې پر څرنګوالي يا کواليټۍ هم ډيرې نيوکې دي، چې جوړ شوى سړک له بشپړيدو وړاندې بيرته خراب شو.
XS
SM
MD
LG