د لاسرسي ځای

تازه خبر

"عبدالصمدخان اڅکزي په سختو حالاتو کې مبارزه کوله"


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د عبدالصمدخان اڅکزي د ۴۰ م تلین په مناسبت یوه سېمینار ته وینا کوي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په کابل کې د عبدالصمدخان اڅکزي د ۴۰ م تلین په مناسبت یوه سېمینار ته وینا کوي.
ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ په کابل کې د خان عبدالصمد خان اڅکزي د شهادت څلویښتمې کلیزې په مناسبت د یو سمینار پرانستې غونډې ته په وینا کې وروستیو امنیتي پیښو ته په اشارې د افغانستان او سیمې حالات د هغه څه په خلاف وبلل، چې دغو مشرانو غوښتل.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د نن او تیرې ورځې د مبارزې په اړه د خپل انډولیږ نظر د څرګندولو په ترڅ کې وویل.

د دې خاورې ننني حالاتو ته وګورﺉ، چې دا لار څومره مشکله ده، چې له څومره ورانیو سره مخامخ یو، له څومره مشکلاتو سره مخامخ یو او له څومره دسیسو سره مخامخ یو، نو هلته به څه حالت و، چې یو د انګریز د نظام یو حاکم ناست و او د هند حکومت یې غوښت، نه یوازې چې دوی ازادي غوښته بلکې د خپلې ټولنې ترقي یې هم غوښته.″

د ښاغلي کرزي په وینا د سیمې دغو مشرانو د خپلو سیاسي مبارزو لپاره د ټولې سیمې په سطحه هلې ځلې کولې او ان په دې برخه کې یې د بریتانوي هند له مشرانو سره نږدې اړیکې پاللې او هڅه یې کوله، چې خپلې هڅې ورسره همغږې کړي.

که څه هم ښاغلي کرزي د خپلې وینا زیاته برخه د خان عبدالصمد خان او د هغه ملګرو مبارزو ته ځانګړې کړې وه، خو هیله یې څرګنده کړه، چې د طالبانو په وړاندې د امریکا حکومت نوی دریځ به د افغان وژنې پلمه له منځه یوسي.

هیله مو دا ده چې هغه مرام ته ورسیږو، چې زموږ د شهیدانو ارزو وه. خدای تعالی دې د دغو سترو انسانانو د کوښښو له رویه، دې سیمې ته، افغانستان ته هغه اینده ور په برخه کړي، چې د هر انسان ارزو ده، هغه ترقي ده، هغه سوله ده او هغه امن دی او په دې ارزو ډېر خوشحاله یو، چې د امریکا حکومت اعلان وکړ، چې طالبان د دوی دښمنان نه دي.موږ ډېر خوشحاله یو، چې د افغانستان د خلکو د ازار، درد او وژنو پلمه ورکه شي.″

ښاغلي کرزي د جوبایډن په څرګندونو دا تبصره په داسې حال کې کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو او په هغو کې ځینو پرمختګونو ته اشاره کیږي.

په قطر کې طالبانو ته د یو سیاسي دفتر د پرانستلو پریکړه یو له دغو پرمختګونو څخه وو، چې په لومړي سر کې د افغان حکومت له سخت مخالفت سره مخامخ شوه، خو وروسته یی بیا دریځ بدل کړ او ویې ویل، که دا کار له سولې سره مرسته کوي، نو دوی ورسره مخالفت نه لري.

د سمیې د ازادي غوښتونکي دغه مبارز په اړه دا سمینار په داسې حال کې پرانستل شوی، چې له یوې خوا د ترورزم په خلاف جګړه روانه ده او له بل لوري هڅه کیږي، چې شتو ستونزو ته یوه سیاسي حل لاره پیدا شي.

د خان عبدالصمد خان اڅکزي د شهادت په دې دوه ورځني سیمه ایز سمینار کې د افغان چارواکو او کتونکو سربیره د پاکستان او هند څخه هم ځینو میلیمنو ګډون کړی، چې د خان شهید د مبارزو په څرنګوالي به خپل څیړنیز بحثونه وکړي
XS
SM
MD
LG