د لاسرسي ځای

تازه خبر

'دا د خلکو عدلیه ده که د ایسټیبلېشمنټ؟'


بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ - پاکستان سپريم کورټ د هغه خط په اړه چې له امريکا څخه ترې پکې د پاکستاني پوځ د واکونو د کمولو غوښتنه شوي وه، د تحقيقاتو حکم ورکړی دی.

نيويارک ټايمز ورځپاڼې په يو رپورټ کې ويلي چې سپريم کورټ په دې اړه د درو ججانو د يو ځانګړي کمېشن د جوړولو پرېکړه کړې ده.

ياده دي وي چې د منصور اعجاز په نامه يوه پاکستاني نيژاده امريکايي تور لګولی وو چې دا خط په امريکا کې د پاکستان سفير حسين حقاني د پاکستاني صدر آصف زرداري په خوښه ليکلی.

حقاني له خپلې دندې استعفار ورکړه خو د دې خط په ليکلو او ليږلو يې لاس لرل رد کړي دي.

د سپريم کورټ له پريکړې وروسته د حسين حقاني وکيلې، عاصمه جهانګير خبريالانو سره په خبرو کې د فيصلې ورځ توره ورځ وبلله او د پرويز مشرف د پوځي آمريت پر مهال يې د عدليې د بحالۍ لپاره د وکيلانو د بريالي تحريک چې په نتيجه کې يې اوسنی چيف جسټس افتخار محمد چودرې بحاله شوه، يادونه وکړه.

هغې وويل: ((د عدالت پريکړه پر سر سترګو!! خو زما په خيال دا د عدليې لپاره د تاريخ تر ټوله لويه تياره ورځ ده. ما په سپريم کورټ کې هم ويلي دي چې دا يوه انتهايي مايوسوونکې پريکړه ده. دا داسې يوه پريکړه ده چې ملي امنيت له بنسټيزو حقونو پورته کوي. موږ چې د انساني حقونو او قانون د حکمرانۍ لپاره سړکونو ته راوتي وو، ما ته دا اندازه نه وه چې د هغې هلو ځلو به موږ ته دا بدل راکول کيږي.))

ايسو شي اېټډ پريس خبري اژانس ليکلي چې پاکستاني حکومت ويلي دي چې د دوی ځينې پوځي او سياسي مخالفين غواړي عدليه د حکومت د نسکورولو لپاره وکاروي.

عاصمه جهانګير هم وايي چې عدليې د ايسټبليشمينټ د خواهشاتو مطابق پريکړه کړي.

هغه وايي: ((نن زه په دې مایوسه شوي يم چې د اميد رڼا مخې ته رانغله. درخواست کوونکو ته له هغه ډېر څه ورکړل شول چې دوی غوښتي وو. نو زه وايم چې موږ د هرې ادارې احترام کوو او دا احترام کول به جاري ساتو خو د خپلو حقونو د جنګېدلو لپاره او د پاکستانيانو د ازادۍ د جنګېدلو لپاره په ډېر افسوس سره دا وايم چې زه نن دا سوچ کوم او زه بايد دا سوچ ونه کړم خو پوښتنه کوم چې دا د خلکو عدلیه ده او که د اسټبليشمينټ عدليه ده؟))

نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې د سپريم کورټ له دې پريکړې وروسته به د پيپلز ګوند د حکومت او د دې ملک د پوځ ترمنځ اړيکې لاپسې خرابې کړي.

پيپلز ګوند ويلي چې دا خط يوازې د کاغذ يوه ټوټه ده او نور هيڅ حیثيت نه لري او دريځ لري چې سپريم کورټ بايد په دې اړه تحقيقات و نه کړي ځکه چې د پارلېمان يوه کميټي وار له مخه په دې اړه کار کوي.
XS
SM
MD
LG